د عربستان ولیعهد د ایران د خلکو منتخب ولسمشر ته مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150452-د_عربستان_ولیعهد_د_ایران_د_خلکو_منتخب_ولسمشر_ته_مبارکي_ورکړه
د سعودي عربستان ولیعهد د ایران د خلکو منتخب ولسمشر «مسعود پزشکیان» ته مبارکي ورکړې ده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 18, 2024 02:00 Asia/Kabul
  • د عربستان ولیعهد د ایران د خلکو منتخب ولسمشر ته مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان ولیعهد د ایران د خلکو منتخب ولسمشر «مسعود پزشکیان» ته مبارکي ورکړې ده.

د سعودي عربستان ولیعهد د ایران د خلکو منتخب ولسمشر «مسعود پزشکیان» ته مبارکي ورکړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې د عربستان ولیعهد «محمد بن سلمان» د ایران د خلکو منتخب ولسمشر «مسعود پزشکیان» ته په ټیلیفون کولو سره، هغه ته په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د کامیابۍ مبارکي وویله او په مختلفو برخو کښې یې د دواړو هیوادونو د اړیکو له پياوړتیا یې د خوښۍ په څرګندولو سره، د دغو اړیکو په لاپياوړې کیدو ټینګار وکړ.

سعودي ولعهد له دې مخکښې هم ښاغلي پزشکیان ته په وروستیو ټاکنو کښې د بریا مبارکي ورکړې وه او د هغه لپاره یې د کامیابۍ او د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره یې د لاپرمختګ او ترقۍ آرزو کړې وه.