له اسیايي هیوادونو سره د ایران د تجارت وده د انارو په تولید کښې د نړۍ تر دریم مقام پورې
(last modified Thu, 31 Oct 2024 07:23:31 GMT )
Oct 31, 2024 11:53 Asia/Kabul
  • له اسیايي هیوادونو سره د ایران د تجارت وده د انارو په تولید کښې د نړۍ تر دریم مقام پورې

پارس ټوډې – له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران د تجارت درویشت فیصده وده، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت له ګمرکاتو څخه د یوسل نهه اویا میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات، په ارومیه کښې د کرهڼیزو ماشین الاتو او د صنایعو د نړیوال نندرتون پرانیستل، د ایران او د ازبکستان د پینځه میلیارډه ډالرو د تجارت لرلید، په نویو سټراټيژیانو سره د چین او د ایران د تجارتي تعاملاتو پراختیا او په دنیا کښې د انارو په تولید کښې د ایران دریم مقام په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې تر ټولو مهم خبرونه دي.

د ایران د ګمرکو د اعلان پراساس د روان کال په اوو میاشتو کښې له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت له تیلو پرته تجارت په درویشت فیصده زیاتوالي سره یوڅلویښت اعشاریه یو میلیارډ ډالرو ته رسیدلی دی.

په دې موده کښې له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران له تیلو پرته د تجارت د وزن اندازه څلورشپيته اعشاریه پینځه میلیونه ټنه وه چې شپاړس فیصده وده یې لرلي ده.

په دې موده کښې د ارزښت له پلوه د ایران د تجارتي مباداتو تر ټولو زیاته اندازه شیان ګاونډیو هیوادونو متحده عربي اماراتو ، ترکیې ، عراق ، پاکستان او روسیې فیډراسیون ته صادر شوي دي.

د ایران د تجارت د پراختیا موسسې د مرکزي اسیا ، د قفقاز او د روسیې د دفتر سرپرست «اکبر ګداري» د ازبکستان او د ایران د پینځه میلیارډه ډالري تجارت د اوږدې مودې د لرلید په انځورولو سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د ترجیحي تعرفې د موافقه لیک د لاسلیک کولو لپاره د لومړیو موافقو خبر ورکړ.

د ایران د تجارت د پراختیا د ادارې مشر او د «صمت» د وزیر مرستیال «محمد علي دهقان دهنوي» په تهران کښې د چین له سفیر «زونګ پي وو» سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو تجارتي ملګرتیاوې ترټولو لوړه سویه وبللې او زیاته یې کړه: د ایران د تجارت د پراختیا اداره د ایران او د چین ترمینځ د تجارتي رغنده ملګرتیاو ودې او پراختیا ته لیواله ده.

د ایران د کرهڼې د جهاد د وزارت د باغوانې د چارو مرستیال «محمد مهدي برومندي» د ایران اسلامي جمهوریت له هندوستان او چین ګڼ نفوسو هیوادونو وروسته په دنیا کښې د انارو په تولیدولو کښې دریم مقام لري.

 

ټیګونه