په مشهد کې د عراق د نوي سرقونسل د ندې پیل کېدل
تهران راډیوـ د ایران اسلامي جمهوریت د شمال ختیځ ولایت خراسان رضوي په مشهد ښار کې د عراق هېواد نوي سرقونسل په دنده پیل وکړ.
د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د سلام جلال التمیمي په نوم د عراق هېواد نوي سر قونسل تیره ورځ رسما په مشهد مقدس کې د ایران د ایران د بهرنیو چارو وزارت د استازو په حضور کې خپله دنده پیل کړه.
التمیمي وویل، په مشهد کې د ایران د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ به د دواړو دوستو او وروڼو هېوادونو، د ایران د اسلامي جمهوریت او عراق جمهوریت ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د ورسپارل شویو دندو د عملي کولو هڅه وکړي.
د دغه مراسمو په څنډه کې دواړو لورو د سيلانیانو د تګ راتګ په برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو په پراختيا باندې په تاکيد سره د عراق او مشهد الرضا (ع) د زيارتونو د زيارت لپاره د اسانتياو د رامنځته کولو په اړه د نظریاتو تبادلې وکړې.
د ایران او عراق د اړیکو د پراختیا په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د چارواکو په اجنډا کې زیات کلتوري، سیاسي او مذهبي مشترکات لري.
دغه دواړه هېوادونه د ګاونډیانو په توګه تر ټولو اوږده د ځمکې له لارې ۱۲۵۸ کیلو متره او د اوبو له لارې ۳۵۱ کیلو متره لاره لري.