د ایران ولسمشر له پآکستان سره د اړیکو کچه نامناسبه وبلله
(last modified Tue, 27 May 2025 03:03:49 GMT )
May 27, 2025 07:33 Asia/Kabul
  • ښي لوری د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او کیڼ لورې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف
    ښي لوری د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او کیڼ لورې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشری د دې هیواد له جګپوری پلاوی سره په کتنه کې وویل چي د دواړو هیوادونو ظرفیتونو او ولسي پیوندونو ته په کتو سره د ایران او پاکستان د اړیکو کچه باید دې نه زیاته وده کړي.

هغه همداشان  د مسلمانانو تر مینځ د یووالې په هکله د اقبال لاهوری سپارښتنو او د دواړو هیوادونو تر مینځ کلتوري، تاریخي او مذهبي اړیکو ته اشاره وکړه او وویل: د سیمې او په تېره بیا له اسلامي هیوادونو او ګاونډیانو سره اړیکې د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره زیاتې مهمې دي، نو ځکه له پاکستان سره د اړیکو پراختیا ورته دوه چنده اهمیت لري.

پزشکیان یادونه وکړه چي د پاکستان او ایران تر مینځ اقتصادي اړیکې په ډېرې ټیټې سویې کې دي، او د دواړو هیوادونو له ظرفیتونو او شان او شوکت سره مناسب نه دي او باید وده وکړي.

د ایران ولسمشر د هند او پاکستان تر مینځ د روانو لانجو په باب وویل: مونږ په دې باور یو چي دا مساله باید فوځې بڼه غوره نه کړي او تیار یو چي د سولې له ټینګولو سره مرسته وکړو.  پزشکیان همداشان په امنیتي برخو کې په تیره بیا له ترهګریو سره د مبارزې په لړ کې هم د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د پراخېدو په ضرورت ټینګار وکړ.

د پاکستان لومړي وزیر هم په دې کتنه کې د ایران د اصولي دریځونو په ستایلو سره، وویل چي پاکستان هیڅکله اجازه نه ورکوي چي د دې هیواد له خاورې څخه د ایران په خلاف اقدام وشي، او له ترهګریو سره د مقابلې په برخه کې له ایران سره د پوره همکاریو لپاره چمتو دی. شهباز شریف همداشان د ایران له سوله ایز ایټمي پروګرام څخه په کلکه ملاتړ وکړ او وویل چي په دې ډګر کې پاکستان د ایران په څنګ کې دریږي.