د پاکستان د پوځ قوماندان له جنرال باقري سره وکتل
(last modified Tue, 27 May 2025 11:32:25 GMT )
May 27, 2025 16:02 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ قوماندان له جنرال باقري سره وکتل

د پاکستان د پوځ قوماندان مارشل عاصم منیر د وسله والو ځواکونو په عمومي مرکز کې د میجر جنرل محمد باقري سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

د تسنیم خبري اژانس د دفاعي ډلې د راپور له مخې، نن سهار د پاکستان د پوځ قوماندان مارشال عاصم منیر د ایران د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز جنرال باقري سره د وسله والو ځواکونو په عمومي قوماندانۍ کې وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې کتنه کې، تورن جنرال باقري د مارشال عاصم منیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د پاکستان په وړاندې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر رهبر دلچسپۍ او ستراتیژیک لید، ژور او تلپاتې دی. هغه وویل: "د ایران او پاکستان دواړه هیوادونه د پولو په دواړو غاړو کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره کلک هوډ لري، او د ایران او پاکستان د وسله والو ځواکونو ترمنځ د سرحدي کنټرول په اړه همغږي اغیزناکه او ارزښتناکه وه، او دا همکاري باید وده ومومي."

مارشال عاصم منیر هم د ایران او د د دې هیواد د وسله والو ځواکونو د تود هرکلي او میلمه پالنې څخه د مننې او قدرونې په څرګندولو سره، د ایران او پاکستان د وسله والو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ په پیاوړتیا او د تعاملاتو د کچې په لوړولو ټینګار وکړ.

د پاکستان د پوځ قوماندان زیاته کړه: "د ایران وسله وال ځواکونه په مختلفو برخو کې ارزښتناکه تجربه لري، او موږ تل هڅه کوو چې له ایران سره امنیتي او دفاعي همکاري پراخه او پياوړې کړو."

مارشل عاصم منیر په پاې کښې په ګډو پولو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.