د امام خامنه یي افکار | د ایران د ملت انتخاب د استکبار په مقابل کې تسلیمي نه ده، مقاومت، نه تړلتیا او د خپلواکۍ ساتل دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163834-د_امام_خامنه_یي_افکار_د_ایران_د_ملت_انتخاب_د_استکبار_په_مقابل_کې_تسلیمي_نه_ده_مقاومت_نه_تړلتیا_او_د_خپلواکۍ_ساتل_دي
پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب رهبر وفرمایل: زموږ د ملت انتخاب د استکبار په مقابل کې کې تسلیمي نه ده، مقاومت، نه تړلتیا او د خپلواکۍ ساتل دي.
(last modified 2025-08-27T10:21:06+00:00 )
Aug 27, 2025 14:48 Asia/Kabul
  • د امام خامنه یي افکار | د ایران د ملت انتخاب د استکبار په مقابل کې تسلیمي نه ده، مقاومت، نه تړلتیا او د خپلواکۍ ساتل دي

پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب رهبر وفرمایل: زموږ د ملت انتخاب د استکبار په مقابل کې کې تسلیمي نه ده، مقاومت، نه تړلتیا او د خپلواکۍ ساتل دي.

د پارس ټوډې په دې لیکنه کې د اسلامي انقلاب د رهبر  امام خامنه یي د استکبار ضد دریځونو ته یوه کتنه کوو.

 

د استکبار ضد مبارزې په اړه د امام خامنه یي نظر څه دی؟

د KHAMENEI.IR په حواله د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب رهبر حضرت آیت الله خامنه یي یو څه موده وړاندې د حج له چارواکو سره په لیدنه کې وفرمایل: تاسو وګورئ، که اوس یو غږ وشي چې مثلاً د خلکو یوه ډله یا د هېواد له ښارونو څخه یو ښار یا ټول خلک په یوه ټاکلې ورځ، په یوه ټاکلي ځای کې راټول شي، دا څه معنی لري؟ د دې معنی دا ده چې دا حضور د یوې موخې او مقصد لپاره دی؛ دا معنی نه لري چې هلته راشئ او ولاړ شئ؛ نه، بلکې دا معنی لري چې راشئ ترڅو یو کار ترسره شي، راشئ ترڅو یو هدف ترلاسه شي؛ حج همداسې دی.

د یوې موخې لپاره بلنه شوې ده؛ هغه موخه څه ده؟ د اسلامي امت ارتقاء ده؛ هغه موخه، یو بل ته د اسلامي امت د کسانو د زړونو نږدې کول دي؛ هغه موخه، د اسلامي امت یووالی دی؛ د څه په مقابل کې؟

د کفر، ظلم، استکبار، بشري او غیر بشري بتانو په مقابل کې، د هغو ټولو شیانو په مقابل کې چې اسلام راغلی ترڅو هغه له منځه یوسي؛ راټول شي ترڅو له دې سره مقابله وکړي.

مثلاً فرض کړئ چې نن ورځ د اسرائیلو او صهیونیسټي رژیم مسئله مطرح ده؛ ټوله اسلامي نړۍ باید راټوله شي او دا ټولېدل د صهیونیسټي رژیم پر ضد یو پیغام ولري.

نن ورځ د نړۍ مسئله، د استکباري قدرتونو نفوذ دی؛ ټول باید راټول شي ترڅو خپل حضور اعلان کړي، خپل ځواک اعلان کړي، د استکباري قدرتونو په مقابل کې سینې سپر کړي؛ اصل قضیه همدا ده.

 

په سیمه کې د مقاومت ښکارنده

په همدې اړه امام خامنه یي یو څه موده وړاندې د شهید حاج قاسم سلیماني د لمانځنې د کمېټې د غړو او کورنۍ سره په لیدنه کې زیاته کړه: نن ورځ زموږ په سیمه کې یوه پدیده شته چې نوم یې مقاومت دی؛ او دا مقاومت یوازې د صهیونیسټي رژیم په مقابل کې نه دی، بلکې د استکبار د نفوذ په مقابل کې دی، البته د استکبار سر، ستر شیطان امریکا ده، خو یوازې په امریکا پورې محدود نه دی؛ نورې استکباري دستګاوې هم مستکبره دي، او دا مقاومت د دې ټولو په مقابل کې دی.

 

د اسلامي انقلاب تر ټولو مهم شعارونه کوم دي؟

د اسلامي انقلاب رهبر په خپلو خبرو کې د عدالت غوښتنې، د مستضعفانو ملاتړ، استکبار ضد مبارزې، د استکبار او استکباري قدرتونو او حرکتونو په مقابل کې مقاومت، د اسلامي انقلاب اصلي شعارونه وبلل.

 

د استکبار په مقابل کې زموږ د ملت انتخاب څه دی؟

د اسلامي انقلاب رهبر د ایران ملت ته په خطاب کې وفرمایل: زموږ د ملت انتخاب د استکبار په مقابل کې تسلیمي نه ده، مقاومت، نه تړلتیا او د خپلواکۍ ساتل دي.