د صهیونیسټي رژیم د تیریو په وړاندې د اسلامي ملګرتیاموسیسې رول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164578-د_صهیونیسټي_رژیم_د_تیریو_په_وړاندې_د_اسلامي_ملګرتیاموسیسې_رول
پارس ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  سید عباس عراقچي  د اسلامي ملګرتیاموسیسې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې د ګډون لپاره دوحې ته لاړ؛ دا غونډه  د غړو هېوادونو د یووالي او ملګرتیا له لارې د صهیونیسټي رژیم د جګړه‌غوښتنې او په سیمې کې د بحرانونو د رامنځته کولو پر وړاندې جدي او اغېزشیندونکي ګامونه پورته کولی شي.
(last modified 2025-09-14T10:43:04+00:00 )
Sep 14, 2025 14:47 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم د تیریو په وړاندې د اسلامي ملګرتیاموسیسې رول

پارس ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  سید عباس عراقچي  د اسلامي ملګرتیاموسیسې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې د ګډون لپاره دوحې ته لاړ؛ دا غونډه  د غړو هېوادونو د یووالي او ملګرتیا له لارې د صهیونیسټي رژیم د جګړه‌غوښتنې او په سیمې کې د بحرانونو د رامنځته کولو پر وړاندې جدي او اغېزشیندونکي ګامونه پورته کولی شي.

  د ایران  د  بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي دوحې ته د اسلامي  ملګرتیاموسیسې دغړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې د ګډون لپاره سفرد ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر نن (یکشنبه) د ۱۴۰۴  لمریز کال د وږي د میاشتې په  ۲۳    د قطر پلازمینې دوحې ته ولاړ. عراقچي د اسلامي ملګرتیا موسیسې  (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی دی. د اسلامي-عربي بهرنیو چارو وزیرانو بیړنۍ غونډه د قطر په غوښتنې سره  د صهیونیسټي رژیم له خوا پر دغه هېواد د پوځي تیریو د موضوع د څېړلو لپاره جوړېږي. دا غونډه د اسلامي-عربي مشرانو د غونډې لپاره مقدمه ده چې سبا دوشنبه جوړېږي. د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» به هم په دغې سرمشریزې کې ګډون وکړي.

د اسلامي ملګرتیا موسیسې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په دوحې کې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د نړیوالو قوانینو سرغړونه او پر هېوادونو حملې  د صهیونیسټانو لپاره یوه عادي کړنه ګرځېدلې، او نړیواله ټولنه باید دغې موضوع ته جدي غبرګون وښئي.

د اسلامي ملګرتیا موسیسه (OIC)، د اسلامي نړۍ د یوه تر ټولو لوي نړیوالې  موسیسې  په توګه، د صهیونیستي رژیم د جګړه‌غوښتنې پر وړاندې د مبارزې لپاره د پام وړ وړتیاوې لري. البته، د دغو اقداماتو اغېزمنتیا د غړو هېوادونو د سیاسي ارادې او عملي همغږۍ پورې اړه لري. د اسلامي ملګرتیا موسیسې  د خپلو غړو هېوادونو د امنیت په اړه اخلاقي، سیاسي او حقوقي مسوولیت لري.

صهیونیسټي رژیم د بشري حقوقو او نړیوالو قوانینو د سرغړونې اوږده مخینه  لري، او پر قطر حمله د دوي د تیریو د پالیسیو دوام دی. د اسلامي ملګرتیا موسیسه  د ډیپلوماټیکو، حقوقي او رسنیزو وسایلو په کارولو سره دا کړنې وغندي او مخه ئې ونیسي.

دا موسیسه د ملګرو ملتو د امنیت شورا پر اغېزمنتیا رول  لوبولی شي  څو د صهیونیسټي رژیم د تیریو پر وړاندې ضروري  پریکړه لیکونه  تصویب کړي. د صهیونیسټي رژیم د مشرانو پر وړاندې نړیوالو محکمو لکه د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) ته رسمي شکایتونه وړاندې کول د غزې په جګړې کې د جنګي جنایتونو او بشري حقوقو د سرغړونو د تعقیب لپاره بل اغېزمن اقدام دی.

د اسلامي ملګرتیاموسیسې  د غړو هیوادونو اقتصادي او سوداګریز اقدامات د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په دغه رژیم پورې اړوندو توکو او شرکتونو بندیز، د نیواکګرو ملاتړو ادارو سره سوداګریزو او پانګونې اړیکو پرې کول شامل کړي.

د اسلامي ملګرتیا موسیسې رسنیز او کلتوري اقدامات د فلسطین او غزې د خلکو لپاره د نړیوال ملاتړ جلبولو لپاره اغېزمن دي، چې یوه برخه ئې د اسلامي هېوادونو په رسنیو کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو زیات  پوښښ دی. د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرئ پالیسي او بشري حقوقو د سرغړونو د ایشواکولو لپاره د نړیوالو پوهاوي کمپاینونو ترسره کول هم د عامه افکارو د جلبولو لپاره اغېزشیندونکي دي

د عربي نړۍ عامه افکار د صهیونیسټي رژیم له خوا پر قطر په حملې سخت غوسه شوي او دا ئې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. دا د صهیونیسټي تیریو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د متحد کولو لپاره یوه مناسبه موقع ده. د اسلامي ملګرتیا موسیسې  د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې د صهیونیستي رژیم د نیواکګرو  کړنو پر وړاندې د یوه اغېزمن او منسجم عملي پلان جوړول ممکن دي. دا پلان باید له سیاسي او حقوقي پلوه پیاوړی وي او د عامه افکارو او نړیوالو ادارو تر اغېز لاندې راوستلو وړتیا ولري.

د اسلامي ملګرتیا موسیسه (OIC) د صهیونیسټي رژیم د پالیسیو پر وړاندې د عملي اقداماتو د ترسره کولو لپاره د پام وړ ظرفیتونه لري. د دغو اقداماتو د لا اغېزمنتیا لپاره، سیاسي همغږي، سټراټیژیک اجماع او د غړو ترمینځ ګډه اراده اړینه ده. دا موسیسه د خپلو ډیپلوماټیکو، اقتصادي، کلتوري او خلکو پر بنسټ ظرفیتونو په درلودلو سره   د فلسطین د آرمان په ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرئ پر وړاندې مهم رول  لوبولی شي، په دې شرط چې د غړو ترمنځ سیاسي اراده او عملي یووالی پیاوړی شي.

د اسلامي ملګرتیاموسیسه  د سمبولیک اعلامیو له سطحې پورته شي او عملي، دوامداره او همغږو اقداماتو ته ورسیږي او د فلسطین د ملت د حقوقو په دفاع او د صهیونیسټي رژیم د تیریو پر وړاندې د یوه اغېزمن لوبغاړي په توګه عمل وکړي.