د سږو د کینسر د درملنې لپاره د ایران هوشمند واکسین
پارس ټوډی – د تهران د طبي علومو د پوهنتون ایسوسي ایټ پروفیسر د سږو د سرطان پرضد د هوشمند او د شخصي جوړ شوي واکسین د پراختیا خبر ورکړ.
د سږو سرطان په نړۍ کښې د کینسر یعني د سرطان ناروغۍ یو تر ټولو وژونکی ډول دی او د نوي او د اغیز شیندونکي درملنې د رودو د پیدا کولو لپاره تحقیقات تل د پرمختګ په حال کښې دي.
په دغه لاره کښې د تهران د طبي علومو د پوهنتون د بایو ټیکنالوژۍ د تحقیقاتو د مرکز مشر او د ایران د درملو د جوړولو د پوهنځې ایسوسي ایټ پروفیسر ډاکټر «محمد حسین یزدي» د سرطان ناروغۍ پرضد د هوشمند او د شخصي جوړو کړیو شویو واکسینونو د پراختیا په برخه کښې لوړ ګامونه پورته کړي دي.
پارس ټوډي سایټ راپور راکړی «یزدي» د سږو د سرطان د درملنې لپاره د ایران د هوشمند واکسین جوړیدا ته په اشارې سره وویل:دغه له ټیکنالوژۍ څخه ډک واکسین له ایم ار این ای(mrna) ټیکنالوژۍ په ګټه پورته کولو او د مصنوعي هوش پراساس له اټکل شو الګوریتمونو څخه په ګټه پورته کولو سره پلان شوي او د هر ناروغه کس د ټیومر د جینټیک پراساس د دقیقې شخصي جوړونې امکان برابروي.
هغه زیاته کړه دا ډول کړچار کولای د تحقیق او د پراختیا پړاو په خورا توګه کم کړي او د سږو د سرطان په درملنې او مخنیوي کښې نوی افق پرانیزي.
یزدي باوري دی د دغه واکسین د قوت یو مهم ټکی د هغه د دقیق اټکل وړتیا ده.
د دودیزو واکسینونونو په اپوټه چې ازمویلو ته ضرورت لري او پراخه غلطیانې لري دغه هوشمند واکسین د ناروغانو د ټیومرونو له جینټیکي اطلاعاتو او د مصنوعي هوش له پرمختللیو الګوریتمونو څخه په استفادې سره کلینکل مطالعاتو ته له ورننوتلو مخکې د واکسین تر ټولو ښه کاندید پيژندي.
دغه کړچار د واکسین د پراختیا بهیر کابو نوي(۹۰) فیصده نور پسې چټک کوي او د هغه د طراحۍ او د چمتوکولو وخت یوازې تر دوو یا دریو اونیو پورې کموي.
هغه ټینګار وکړ:د واکسین شخصي کول نه یوازې د سرطان په ناروغۍ د ککړو ناروغانو د درملنې امکان برابروي بلکې له خطر سره د مخامخ کسانو لپاره هم د مخنیوي اړخ ولري.
دغه ځانګړنه دغه واکسین له یوه معیاري محصول څخه په دقیق طب کښې په یوه نوښت رامینځته کونکي اوزار بدلوي او د سږو د سرطان په درملنه کښې د ستر بدلون زیری ورکوي.