دالاهو؛ د جنګي جټ ډرونونو د نوي نسل په تولید کې د ایران ستر ګام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168312-دالاهو_د_جنګي_جټ_ډرونونو_د_نوي_نسل_په_تولید_کې_د_ایران_ستر_ګام
پارس ټوډې – دالاهو د جنګي جټ بې‌پيلوټو الوتکو د نوي نسل په تولید کې د ایران د لوی ګام نښه بلل کېږي.  
(last modified 2025-12-10T21:38:26+00:00 )
Dec 11, 2025 02:06 Asia/Kabul
  • دالاهو؛ د جنګي جټ ډرونونو د نوي نسل په تولید کې د ایران ستر ګام

پارس ټوډې – دالاهو د جنګي جټ بې‌پيلوټو الوتکو د نوي نسل په تولید کې د ایران د لوی ګام نښه بلل کېږي.  

د پارس‌ ټوډې د راپور له مخې، د «حدید–۱۱۰» په نوم ډرون چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ځمکنيو ځواکونو په جوړښت کې د «دالاهو» په نوم یادېږي، د ځانمرګي ماموریت په ترسره کولو سره، د پټېدونکو ځانګړتیاوو لرونکي پلټفورم او جټ انجن پر بنسټ جوړ شوی دی.

له دغه ډرون څخه د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې په میاشتې کې د اسلامي انقلاب له رهبر سره د ایران د دفاعي صنعت د یو شمېر ساینس پوهانو، چارواکو او متخصصانو د لیدنې پر مهال، رسماً مخکتنه وشوه.

دالاهو د جټ انجن د کارولو له امله، له ملخي ځانمرګي ډرونونو څخه لوړ سرعت لري او کولای شي په لنډ وخت کې خپل هدف ته ورسېږي.

په واقعیت کې، د جګړې په تاکتیکي ډګر کې د دښمن د دفاعي سیسټمونو د خنډ له ماتولو یوه اغېزمنه لاره، د سرعت زیاتول دي، څو د دښمن د غبرګون وخت کم شي، او دا ډرون دقیقاً د همدې ستراتېژۍ لپاره ډیزاین او تولید شوی دی.

دالاهو د الوت لپاره لوی ځای ته اړتیا نه لري، ژر ځای پر ځای کېږي، د عملیاتو ټیټ لګښت لري، او د لوړ کیفیت لرونکو کمپوزیټي پوښونو له امله، د ګڼو جبهو د پراخ استعمال لپاره مناسب دی.

دغه راز، د هوشمند بمونو، د ګولیو ضد توغندیو او سپکو مهماتو د لېږد وړتیا، دالاهو په یوه ریښتینې تهاجمي پلاټفورم بدل کړی دی.