ترهګرۍپرضد د ایران د ولس عمومی پاڅون؛امنیت اوثبات سره نوی بیعت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169500-ترهګرۍپرضد_د_ایران_د_ولس_عمومی_پاڅون_امنیت_اوثبات_سره_نوی_بیعت
پارس‌ټودي – د وروستیو ګډوډیو او ترهګریزو کړنو له سپيرې څپې وروسته، د ایران د خلکو بېلابېلو پرګنو په ټول هېواد کې د پراخو میلیوني لاریونونو په ترسره کولو سره، د تاوتریخوالي او ورانیو کلکه  غندنه وکړه، د امنیت ساتونکو ځواکونوڅخه ئې خپل ملاتړ اعلان کړ او د  اعتراض کونکو لیکه ئې له ګډوډوونکو څخه جلا وښودله.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 13, 2026 09:46 Asia/Kabul
  • د ناامنۍ پر وړاندې د ایران د خلکو د ارادې څرګندونه
    د ناامنۍ پر وړاندې د ایران د خلکو د ارادې څرګندونه

پارس‌ټودي – د وروستیو ګډوډیو او ترهګریزو کړنو له سپيرې څپې وروسته، د ایران د خلکو بېلابېلو پرګنو په ټول هېواد کې د پراخو میلیوني لاریونونو په ترسره کولو سره، د تاوتریخوالي او ورانیو کلکه  غندنه وکړه، د امنیت ساتونکو ځواکونوڅخه ئې خپل ملاتړ اعلان کړ او د  اعتراض کونکو لیکه ئې له ګډوډوونکو څخه جلا وښودله.

په داسې حال کې چې له امریکا او صهیونیسټي رژیم سره تړلو کړیو، له معیشتي او صنفي اعتراضونو ناوړه ګټه پورته کړه، د ایران د ځینو ښارونو فضا په وروستیو شپو ورځو کې له ناامنۍ او ترهګریزو بریدونو سره مخ شوه. د امنیتي ځواکونو شهادت، د عامه شتمنیو ویجاړول او د مذهبي او تعلیمي مرکزونو سوځول، د خلکو احساسات داغي کړل او د ملي امنیت د دفاع لپاره ئې د میلیوني ولسي شتون  زمینه برابره کړه.

په دې راپور کې د پارس‌ټودي له لورې د ګډوډیو او ترهګریزو کړنو پر لاملونو او همدارنګه د ایران د خلکو پر عمومی لاریونونو بیاکتنه شوې، چې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ د غندنې په موخه ترسره شول.

له صنفي اعتراضه تر امنیتي فتنې!

د مرغومي  یا جدې د میاشتې په لومړیو کې، د اسعارو د بیّو  لوړوالي د بازار د یو شمېر کسب ګرو اعتراضونه راوپارول؛ داسې اعتراضونه چې په پیل کې ئې سوله‌ییز او اقتصادي بڼه لرله. خو ورو ورو منظمو او پيّلو عناصرو د شعارونو او کړنو په بدلولو سره هڅه وکړه دا مشروع غوښتنې په ګډوډۍ او ناامنۍ بدلې کړي. پر پوهنتونونو بریدونه، د جوماتونو سوځول او پر عامه مرکزونو وسله‌وال یرغلونه دا څرګندوي چې موخه یوازې معیشتي غوښتنې نه وې، بلکې د امنیتي بې‌ثباتۍ رامنځته کول وو.

د امنیت په دفاع کې عمومي لاریونونه

د دغو بدلونونو په غبرګون کې، د ایران بېلابېلې سیمې، له تهرانه را نیولې تر تبریز، اصفهان، شیراز، مشهد، قم، اهواز، کرمان، رشت، زاهدان، سنندج، یزد، همدان، اردبیل، ایلام، لرستان، چهارمحال او بختیاري، درېت واړو  خراسانونو، سیستان او بلوچستان، ګلستان، مازندران، قزوین، زنجان او تر البرز پورې  د خلکو د پراخ ګډون شاهدې وې، چې د ګډوډۍ او ترهګرۍ پر ضد ئې لاریونونه وکړل. د تاوتریخوالي غندنه، د امنیت ساتونکو ځواکونو ملاتړ، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع او د بهرنیو لاسوهنو ردَول، د دغو غونډو اساسي شعارونه وو.

د ترهګرۍ پر وړاندې ملي یووالی!

په دغو غونډو کې، شیعه او سني، بېلابېلو قومونو او ټولنیزو ډلو ټپلو، د هېواد د ارامښت او ثبات پر ساتنې په ټینګار سره، خپله لیکه  له ترهګرو او د ناامنۍ له عاملینو جلا کړه. همدارنګه په ځینو ولایتونو کې د امنیت د شهیدانو جنازې د ملي یووالي او د امنیت د مدافعانو د قربانیو د قدردانۍ نښې وګرځېدې.

په ټول  کې ویئل کیدالی شی چې د دوشنبې ورځې عمومی لاریونونه د ناامنۍ په وړاندې د عامه ارادې څرګندونه، د ثبات ملاتړ او د خلکو له پر حقه غوښتنو څخه د دښمنانو د هر ډول ناوړې ګټې اخیستنې رد ګڼل کېدالی شي؛ داسې شتون چې یو ځل بیا ئې د امنیت، ملي یووالي او د هېواد د خپلواکۍ ترمنځ پر نه شلېدونکي تړاو ټینګار وکړ.