امریکائي شنونکي ولې د ایران په مخه نیونکي توغندوي قدرت اعتراف کوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170550-امریکائي_شنونکي_ولې_د_ایران_په_مخه_نیونکي_توغندوي_قدرت_اعتراف_کوي
پارس ټوډې –    امریکائي شنونکي په دې باور دي چې د ایران توغندیز توان ډېر پرمختللی او مخه نیونکی  دی.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Feb 09, 2026 14:19 Asia/Kabul
  • ایراني بالستیک توغندی
    ایراني بالستیک توغندی

پارس ټوډې –    امریکائي شنونکي په دې باور دي چې د ایران توغندیز توان ډېر پرمختللی او مخه نیونکی  دی.

یو شمېر نامتو امریکائي سیاسي او پوځي کارپوهان، لکه جفري ساکس، ډاګلاس مک‌ګرېګور او سکاټ ریټر خبرداری ورکوي چې پر ایران د امریکا هر ډول برید به یوه ستره تېروتنه وي، ځکه د ایران توغندوي قدرت ډېر پرمختللی او د مخه نیوني وړتیا لري. د دوي په وینا، د هر ډول شخړې په بڼه کې اسرائیل او په سیمې کې امریکائي ځواکونه ښائي له جدي زیانونو سره مخ شي، او د امریکائي عسکرو مرګ ژوبلې به په کور دننه سخت داخلي غبرګونونه را وپاروي.

امریکائي شنونکي لکه جفري ساکس، ډاګلاس مک‌ګرېګور او سکاټ ریټر، چې هر یو بېلابېل علمي، پوځي او استخباراتي مخینې  لري، د عیني شواهدو او سټراټیژیکو تحلیلونو پر  اساس ئې د ایران  توغندیز  مخه نیونکی قدرت منلی دی.

دا اعتراف د څو مهمو بنسټیزو عواملو د واقعي ارزونې پایله ده:

د ایران د توغندوي زېرمتون اندازه ، ډولونه او پراختیا خورا د پام وړ ده. ایران د لوېدیځې آسیا په کچه د بالسټیک توغندیوه  ستره  زېرمه  لري، چې پکې په  لنډ واټن، منځ واټن او په ځانګړي ډول د لوړ دقت لرونکي په لیرې واټن لګیدونکي  توغندي شامل دي. دا لیرې واټن توغندي د دې وړتیا لري چې په ټولې سیمې کې سټراټیژیک هدفونه، د امریکا او دهغې د متحدانو پوځي اډې او  مرکزونه په نښه کړي.

ایراني توغندي لوړ دقت او اغېزمنتیا لري. تحلیلي سندونه او راپورونه ښئي چې د ایران  اسلامی جمهوریت په وروستیو کلونو کې د خپلو توغندیو د شیشت دقت ترپام وړ حده  زیات کړی دی؛ دا پرمختګ د پرمختللو بیړیو  او ټارګټ کیدونکو  سیستمونو او د توغندي د سرګلولې د وروستئ مانورې  ټیکنالوژۍ له لارې ترلاسه شوی دی. دا معنا لري چې دا توغندي یوازې د دښمن د لویو هدفونو د ویشتلو وسیله نه ده، بلکې کوچني، مشخص او لوړ ارزښت لرونکي هدفونه هم په ډېر لوړ دقت سره په نښه کولای شي.

د نفوذ سټراټیژي او په سیمې کې د متحدینو دچینل جوړول (یعني د مقاومت چورلیز ) ایران ته دا امکان ورکړی چې خپل توغندیزقدرت په غیرمتمرکز ډول او له بېلابېلو موقعیتونو څخه پراخ کړي. دا چاره د ایران د توغندوي قدرت  پر ضد هر ډول عملیاتي پلان خورا پېچلی او ډېر لګښتي کوي، ځکه امریکائي او صهیونیسټي دښمن له یوې ثابتې نقطې سره نه، بلکې له څو اړخیز ګواښ لرونکې  چینل سره مخامخ کېږي.

په همدې تړاو، د ایراند اسلامی جمهوریت  د وسله‌والو ځواکونو  لوي درستیز جنرال سید عبدالرحیم موسوي ټینګار  کړی دی ؛مونږ سره له دې چې بشپړ چمتووالی لرو، په رښتیا د یوې سیمه‌ییزې جګړې له  پیل سره هیڅ لېوالتیا نه لرو؛ که څه هم د سیمه‌ییزې جګړې د اور د لمبو  اصلي  زیاتونکي یرغلګر دي، خو په هر ه بڼه به سیمه‌ییزه جګړه د سیمې پرمختګ او پراختیا تر کلونو کلونو پورې  شاته  وغورځوي، او د هغې پایلې به د جنګ پیلونکو ،یعنې امریکا او صهیونیستي رژیم، پر غاړه وي.

په عین حال کې، د ایران توغندوي  وړتیا یوازې د توغندیو شتون نه دی، بلکې د وړتیاوو د یوې بشپړې کړۍ معنا لري؛ یعنې د طرحې او د توغندیو د پراخ تولید توان، د ثابتو او ګرځنده توغندوي بیخ بینائي تاسیساتو او زیرمو  درلودل (لکه د توغندیو توغولو ځانګړي  پلیټ فارمونه او ګاډي  چې کشف او له منځه وړل ئې ډېر سخت دي)، د بېلابېلو مأموریتونو لپاره د بالسټیک او کروز توغندیو ډولونه، او همدارنګه د دې وړتیا چې په ډېر لنډ وخت کې ئې په پراخه کچه توغولای   یعنی توغندوي باران ورولی شي.

بله مهمه موضوع دا ده چې ایران د خپلې توغندیزې وړتیا له ارزښت څخه په بشپړ درک سره،  هیڅکله هم  په دې اړه خبرو اترو ته تیار نه دی. د ایران د اسلامی جمهوریت د  بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د فرورۍ په ۶  د ایران د توغندوي  توان په اړه وویل:  نه اوس ،او نه هم په راتلونکي کې ،د توغندیو په اړه خبرې اترې کېدای شي، ځکه دا موضوع یوازې  یوه دفاعي موضوع ده او د  د خبرواترو  نه ده. سیمه‌ییز مسائل د سیمې له هېوادونو سره تړاؤ لري او له سیمې بهر هېوادونو سره  هېڅ تړاو نه لري. پر دې سربېره ، د توغندیو موضوع یوه داخلي مسئله ده چې د ایران له ولس  سره  اړه  لري، او هېڅ بهرنی لوری حق نه لري چې زمونږ په  داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي. مونږ دا خبره وار وار کړې ده.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د فبرورۍ په ۸مه ټینګار وکړ:؛ توغندیزه او سیمه‌ییزه موضوع د مذاکراتو له ایجنډا بهر ده؛ یعنې هېڅکله پکې شامله نه ده شوې، نه وه او نه به وي. د مذاکرې موضوع یوازې  ایټمي موضوع  ده، او همداسې به دوام ولري.