د روژې په جګړه کې د خیبرشکن بالسټیک توغندي مهم رول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171338-د_روژې_په_جګړه_کې_د_خیبرشکن_بالسټیک_توغندي_مهم_رول
پارس ټوډې – د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم له نوي برید وروسته، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو هوافضا ځواکونو په یوه متقابل اقدام کې، د وعده صادق ۴ عملیات د دښمن پر مرکزونو باندې په بېلابېلو بالسټیک توغندیو سره پیل کړل.
(last modified 2026-03-11T00:12:48+00:00 )
Mar 11, 2026 04:39 Asia/Kabul
  • د روژې په جګړه کې د خیبرشکن بالسټیک توغندي مهم رول

پارس ټوډې – د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم له نوي برید وروسته، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو هوافضا ځواکونو په یوه متقابل اقدام کې، د وعده صادق ۴ عملیات د دښمن پر مرکزونو باندې په بېلابېلو بالسټیک توغندیو سره پیل کړل.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د برید له امله، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو هوافضا ځواکونو په یوه متقابل اقدام کې، د وعده صادق ۴ عملیات پیل کړل چې تراوسه ۳۷ پړاوه یې د بالسټیک په بېلابېلو توغندیو سره ترسره شوي دي.

د ایراني توغندیو له ترټولو مهمو او اغېزمنو بېلګو څخه چې د روژې په جګړه کې د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په برید کې خپله فوق العاده کارندوالی اثبات کړی دی، د خیبرشکن بالسټیک توغندی دی.

د وعده صادق ۴ عملیاتو په ۳۳م پړاو کې چې د لبیک یا خامنه يي په رمز سره د امریکايي او صهیونیسټي دښمن د اهدافو پر وړاندې اجرا شو، د خیبر شکن جامد سونګو کاروونکو توغندیو څخه پکې استفاده شوې چې څه باندې ۱۰ خیبر شکن بالسټیک توغندي د نیواکي سېمو په زړه کې پر تل ابیب باندې لګېدلي دي.

د خیبرشکن بالسټیک توغندی د ایران د نویو توغندیزو لاسته راوړنو څخه دی. دا په بشپړه توګه په ایران کې جوړ شوی توغندی له فکره تر محصوله پورې  ټول د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواکونو د زحمتکشو دانشمندانو له لورې طراحي او جوړ شوی دی.

د خیبرشکن بالسټیک توغندی چې په حقیقت کې د فاتح توغندیو د کورنۍ ترټولو نوی نسل دی، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د توغندیو درېیم نسل پورې اړه لري چې له خاصو ځانګړنو څخه هم برخمن دی.

همدارنګه د خیبرشکن بالسټیک توغندی په نړۍ کې د جامد سونګو کاروونکی تاکتیکي بالسټیک لیري واټن ویشتونکی توغندی ګڼل شوی دی. دا توغندی د ښکته راتلو په وخت کې د توغندي ضد سیسټمونو څخه د تېرېدو لپاره د پام وړ مانور وړتیا لري او د هغې طراحي داسې ده چې وزن یې د خپلو ورته بېلګو په پرتله یو پر درېیمه کم دی او د چمتو کولو او توغولو وخت یې هم تر یو پر شپږمې پورې کم شوی دی. چټکتیا او فوق العاده سرعت همدارنګه د ۱۴۵۰ کیلو متره په شعاع کې پر اهدافو باندې لګېدل، د دې توغندي نورې ځانګړنې دي.

خیبرشکن د لومړي ځل لپاره د ایران په توغندیز قدرت کې نندارې ته وړاندې شوی، له هغې ډلې دا چې په لومړي ځل ټول نیواکي فلسطین د دې جامد سونګو کاروونکي توغندي تر بریدونو لاندې راغلی دی.

د خپاره شویو انځورونو له مخې، د خیبرشکن توغندي اوږدوالی ۱۰،۵ متره او قطر یې ۸۰ سانتي متره اټکل کېږي. د شهید سردار حاجي زاده په وینا، د دې توغندي وزن د ورته توغندیو په پرتله یو پر درېیمه دی چې په دې صورت کې، داسې نتیجه اخلو چې د خیبرشکن توغندي وزن په خپل ۵۰۰ کیلو ګرامه جنګي خولۍ سره؛ ۴،۵ ټنه وي چې داسې وزن د یوه تاکتیکي بالسټیک توغندي لپاره چې ۱۴۵۰ کیلو متره لیري واټن په نښه کوي، یو ډېر مناسب وزن دی.

د خیبرشکن بله ځانګړنه، د ورته بېلګو په پرتله کوچنی جوړښت یې دی، دا چې هرڅومره توغندی کوچنی وي، د ځمکي لاندې په توغندیزو زېرمو کې د دې امکان شته چې د دې توغندي زیات شمېر ذخیره کړل شي.

بله موضوع د خیبرشکن توغندي په اړه د هغې د جنګي خولۍ د چاودنې ډول دی چې د خپاره شویو انځورونو له مخې، جنګي خولۍ د شدید الانفجار له ډول څخه ده چې د چاودنې قدرت یې د ټي ان ټي (TNT) په پرتله څو برابره زیات شوی دی. البته د دې توغندي نومونې ته په کتو، د دې امکان شته چې د دې توغندي په جنګي خولیو کې د سنګرشکن جنګي خولۍ هم ځای پرځای او وکارول شي.