وعده صادق۴؛۷۵څپه؛د صهیونیسټي پوځيانو پټنځای بیا په شیشت کې
پارس ټوډې- د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی اړیکو د څانګې په یوې خبرتیا کې د وحشي صهیونیسټي پوځیانو د پټيدا او ځاي په ځاي کیدونکو مرکزونو په ضد د وعده ۴ عملیاتو ۷۵ څپې د اجرا خبر ورکړی دی.
پارس ټوډې راپور ورکړی، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو یوې وروستۍ خبرتیا کې وئيل شوي دي، د وعده صادق۴ عملیاتو پنځه اویایمه څپه د ؛یا فطمةالزهراسلام الله علیها؛ په رمز سره او د سپاه پاسدارانو د شهیدویندوي سردار علی محمد نایني او د ایران د اطلاعاتو د شهید وزیر حجةالاسلام خطیب په څير د شهیدانو په نامې او خاطرې سره د امریکائي صهیونیسټي موخو په ضد اجرا شول.
په دغې څپې کې دنیواکي سیمو په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټي پوځيانو د پټيدا د ځایونو او د نوي پوځیانو د ځاي په ځاي کیدا مرکزونو باندې توغنددوي اوډرونز حملې شوي دي.
د سپاه پاسدارانو د خبرتیا په اساس، په الخرج کې د شهزاده سلطان هوائي اډه چې د ایران په ضد د امریکائي تیریګرو دهوائي عملیاتو او د ځای په ځاي کیدا یو اصلي ځاي دی هم په بالسټيک توغندیو سره ټارګټ شوی دی.
سپاه پاسدارانو ترهه ګرو امریکائي صهیونیسټي پوځيانو ته خبرداری ورکړی چې په مکمل ډول د سپاه پاسدارانو دعملیاتو د اطلاعاتو د یونټونو تر څارنې لاندې دي او خوبونه به ئې ورک شي او د خپل ژوند په وروستیو شیبو کې یاست.