په امریکايي او صهیونیسټي جنایتونو نړیوال اعتراضونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171804-په_امریکايي_او_صهیونیسټي_جنایتونو_نړیوال_اعتراضونه
د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! په ایران باندې د جعلي صهیونیسټي رژیم او امریکې د جنایتکاره بریدونو له پیلیدو سره هممهاله، د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د جنګ خلاف د اعتراضونو کم سارې څپه راپورته شوې ده.
(last modified 2026-03-30T10:09:45+00:00 )
Mar 30, 2026 14:34 Asia/Kabul
  • په امریکايي او صهیونیسټي جنایتونو نړیوال اعتراضونه

د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! په ایران باندې د جعلي صهیونیسټي رژیم او امریکې د جنایتکاره بریدونو له پیلیدو سره هممهاله، د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د جنګ خلاف د اعتراضونو کم سارې څپه راپورته شوې ده.

غواړو چې په دې لیکنه کښې د نړۍ په مختلفو هیوادونو او سیمو کښې د جنګ خلاف اعتراضونو او لاریونونو ته یوه کتنه وکړو، هیله ده چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي

حصائیې او میداني رپورټونه په ایران باندې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د پوځي تیري خلاف د نړیوالو اعتراضونو بیانونکي دي. په دې جنګ باندې د اعتراضونو کم سارې څپه نه یوازې د دنیا په مختلفو سیمو کښې بلکې د امریکې په مینځ کښې هم عامه افکار تر اغیزې لاندې راوستي دي چې دا موضوع د نړۍ د خلکو او د سیاسي فیصله کوونکو ترمینځ د ژور اختلاف او درز نښه ده.

د «نیوز نیشن» او "WHYY"  په شان رسنیو د رپورټونو له مخې، د لاس انجلس او فیلاډلبیا په شان نورو ښارونو کښې په زرهاو کسان د ایران خلاف پوځي بریدونو په مخالفت کښې سړکونو ته راوتلي دي.

ویل کیږي چې د فیلاډلفیا د ښاروالۍ د ودانۍ مخې ته تجمع کښې معترضانو د یولړ شعارونو په ورکولو سره د پوځي اقداماتو د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې ده.

همداشان د ACLED یعنې «د وسله والو نښتو د ځاې او پیښو د ډیټا پروژې» له خوا خپاره شوي معلومات چې رویټرز خبري آژانس هم انعکاس ورکړی، ښودنه کوي چې د روان ۲۰۲۶ کال د فرورۍ له ۲۸ نه د مارچ تر ۶ نیټې پورې یعنې د جنګ په اولو ورځو کښې، د ایران خلاف د امریکې او د جعلي صهیونیسټي رژیم د بریدونو او جنګ په غبرګون کښې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې له ۹۹۰ ډیرې اعتراضي راغونډیدنې ثبت شوې دي.

دې ټکي ته هم اشاره مناسبه ده چې یوازې په ذکر شویو اولو ورځو کښې دومره اندازه غبرګونونه، د احصائیو د څیړنې له نظره، په وروستیو کلونو کښې یو جیوپالیټک کړکیچ ته په ډیرو پراخو ټولنیزو غبرګونونو کښې راځي.

د رویټرز د اعلان له مخې، په پخوانیو ډیرو نښتو په پرتله چې په کښې نړیوال اعتراضونه تر څو اونیو او میاشتو پورې اوږده شوي دي، د دې څپې د پراختیا چټکتیا، د دې جګړې او د هغې د پایلو په اړه د عامه افکارو د لوړ حساسیت نښه ده.

د رویټرز د تکمیلي ربورټونو او میداني معلوماتو په جاجولو سره باید ووایو چې دا اعتراضونه، په یو وخت په څو براعظمونو کښې رامینځته شوي او له شمالي امریکې واخلې تر اروپا او لویدیځې آسیا پورې سیمې یې نیولې دي.

د ښاري تجمعاتو د معلوماتو په بنیاد اندازې ښودنه کوي چې په دې کښې په ډیرو پیښو کښې له سلهاو نه تر زرهاو پورې کسانو شتون درلود داشان چې د رویټرز د رپورټ له مخې، په نړیواله سویه ټول ګډونوال حتی په محافظه کارانه اټکل سره، لکونو خلکو ته رسیږي. به دومره پراخه اندازه ګډون، په تیره بیا په دومره لنډه موده کښې، «د نړیوال اعتراض یو شوک» دی چې د سیاسي غبرګونونو د معمول له اندازې لوړ عمل کوي.

د ویلو ده چې  دغو غونډو د یو اصلي مرکز په توګه په امریکا کښې له پنځوسو په ډیرو ښارونو کښې د جنګ خلاف اعتراضونه ترسره شوي دي او هره ورځ لاپراخیږي.

دغه اعتراضونه په اروپا کښې هم شوي دي. په ایتنز کښې د اعتراضي تجمعماتو په هکله د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې، معترضانو د امریکې او جعلي صهیونیسټي رژیم د سفارتخانو په لور تګ سره، د جنګ له دوام سره خپل مخالفت نیغ په نیغه اعلان کړ.

د اروپا په نورو سیمو کښې هم دغه دول اعتراضي راغونډیدنې ولیدې شوې چې ښودنه کوي له دغه جنګ سره مخالفت، یو تیت پرک غبرګون نه بلکې د لویدیځ په عامه افکارو کښې یو جوړښتي بهیر دی.

د ویلو ده چې د نړۍ په ځینو نورو سیمو کښې دغه اعتراضونه په لاډیر حساسیت او شدت سره ترسره شوي او ځیني وختونه حتی د امنیتي شخړو لامل هم ګرځیدلي دي.

د تهران راډیو مینه والو، ښه به وي چې د پروګرام په دوام کښې د ایران خلاف د امریکې او د جعلي او صهیونیسټي رژیم د جنایتکارانه بریدونو په لړ کښې ځینو نظرسنجیو ته هم یوه اشاره وکړو....

د "ایپسوس" او "رویټرز" ګډه نظرپوښتنه چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲۰ نه تر ۲۳ نیټې پورې ترسره شوې، ښودنه کوي چې ۶۱ فیصده امریکایان د ایران خلاف د پوځي حملو مخالف دي. دغه نظرپوښتنه ښودنه کوي چې له جنګ سره مخالفت په تیره بیا په ډیموکراټانو او خپلواکو یا آزادو چارواکو کښې د پام وړ حد ته رسیدلی دی.

د "AP-NORC"  نظرپوښتنه چې نتایج یې «ایسوشیئیټډ پریس» امریکايي خبري آژانس او «هیل» نومې امریکايي نشریې خپاره کړي دي، هم ښودنه کوي چې څه باندې ۵۹ فیصده امریکايان باوري دي چې د ایران خلاف پوځي اقدامات له حده زیات دي.

همداشان د دغې نظرپوښتنې ۶۷ فیصده ځواب ورکوونکو د انرجۍ د بیې په زیاتیدو باندې د دغه جنګ له اغیزې اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ایران خلاف له روان غیرقانوني جنګ سره د امریکې د خلکو پراخ مخالفت په داسې حال کښط دی چې د دغه هیواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د کابینې غړو ادعا کړې چې د ایران خلاف یې غیرقانوني جنګ، له کورني ملاتړه برخمن دی.

دې ټکي هم اشاره مناسبه ده چې د انرجۍ په قیمت باندې د جنګ له اغیزو د امریکايي ښاریزو زیاتیدونکې اندیښنه هم، د انرجۍ په بازار باندې د ټرمپ د کنټرول په هکله د هغه د ادعاو به مقابل کښې راغلې ده او دا هغه څیز دی چې د بهرني سیاست او د کورنیو اقتصادي دباوونو ترمینځ تړون، د عامه افکارو په بڼه نیولو کښې یو مهم رول لوبوي.

"ماریست Marist"موسسې د "NPR" او "PBS" چینلونو په ملګرتیا سره یوه نظرپوښتنه ترسره کړې چې ښودنه کوي ۵۶ فیصده امریکایانو له پوځي اقداماتو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی.

د "کوینیپیاک، Quinnipiac"  پوهنتون د نظرپوښتنې پایلې هم، همدغه موضوع تاییدوي او ښودنه ښودنه کوي چې ۵۳ سلنه امریکايي راې ورکوونکي د جنګ مخالف دي.

ګرانو مینه والو اوس غواړو چې د ځمکني جنګ د سناریو په هکله نظرپوښتنه وجاجوو.

د «ایپسس» د نظرپوښتنې د تازه معلوماتو له مخې چې د مارچ په ۲۶ نیټه خپاره شوي دي، یوازې ۷ فیصده امریکایان ایران ته د ځمکنیو ځواکونو له لیږلو سره موافق دي او د ځمکني جنګ د سناریو ملاتړ کوي.

د عامه افکارو په تحلیل کښې دا اندازه، «د ټولنیزې سرې کرښې» یوه نښه ګڼل کیږي داشان چې حتی د پوځي اقداماتو د نسبي ملاتړو په لړ کښې، یو پراخ او لګښت لرونکي ځمکني جنګ ته ګروهنه، عملاً نشته.

د عراق او افغانستان د جنګونو تجربې چې درانه انساني او اقتصادي لګښتونه یې درلودل، د پوځي مداخلو په هکله د امریکې د ټولنې په لید باندې د پام وړ اغیزه کړې ده.

د نیویارک ټایمز په شان رسنیو کښې د خپرو شویو شننو له مخې، د ایران خلاف د ۲۰۲۶ کال له جنګ څخه د ابتدايي ملاتړ سویه، کابو ۴۱ فیصده بلل شوې ده، دغه اندازه به ۲۰۰۳ کال کښې د عراق له جنګه له ۷۶ فیصدي ملاتړ او په ۲۰۰۱ کال کښې د افغانستان له جنګ څخه د ۹۲ فیصدي ملاتړ په پرتله، ډیره ټیټه ده.

دا د پام وړ اختلاف او توپیر ښودنه کوي چې روان جنګ نه یوازې له پراخ هرکلي سره نه دی مخامخ شوی بلکې له همهغه اول څخه له شک او مخالفت سره مخامخ و.

د رسمي خبري آژانسونو او د نړیوالو رسنیو معلوماتو ته په کتو سره او د ترسره شویو نظرپوښتنو نتایجو ته به پام سره، بوهیږو چې په نړیواله سویه یو معنادار درز او اختلاف رامینځته شوی دی، د سیاسي فیصله کوونکو او د عامه افکارو ترمینځ اختلاف....

که څه هم سیاسي فیصله کوونکي هڅه کوي چې د نښتې د دوام په لور لاړ شي خو نړیوال عامه افکار او په تیره بیا د امریکې خلک، د نښتو دوام نه غواړي او د شخړو د پراختیا له بهیر سره ملګرتیا نه څرګندوي.

*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی