ایران تردې دمه د اوربند له غځېدو سره موافقه نه ده کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172066-ایران_تردې_دمه_د_اوربند_له_غځېدو_سره_موافقه_نه_ده_کړې
پارس ټوډې- سره له دې چې امریکایانو په ځلونو د ۱۴ ورځنی اوربند د غځېدو غوښتنه کړې ده خو د ایران اسلامي جمهوریت تر دې دمه ورسره موافقه نه ده کړې.
(last modified 2026-04-16T08:25:42+00:00 )
Apr 16, 2026 12:50 Asia/Kabul
  • ایران تردې دمه د اوربند له غځېدو سره موافقه نه ده کړې

پارس ټوډې- سره له دې چې امریکایانو په ځلونو د ۱۴ ورځنی اوربند د غځېدو غوښتنه کړې ده خو د ایران اسلامي جمهوریت تر دې دمه ورسره موافقه نه ده کړې.

د تسنیم له راپور سره سم، د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار کوي چي امریکا د اوربند د غځولو د غوښتنې پر ځای باید له همدغه اوربند څخه کار واخلي او په مذاکراتو کې له بې ځایه غوښتنو څخه ډډه وکړي او په خپلو ژمنو عمل وکړي.

هاخوا بیا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مخکنی مشر، جنرال محسن رضایي وایي چي د اوربند غځول د ایران په ګټه نه ده، باید په امریکایانو او د هغوی په ملګرو باندې فشارونه زیات شي، زمونږ توغندی اوس هم د امریکایانو په جنګي کښتیو باندې لاک شوي او هغوی غرقولایشو.

هغه زیاته کړه: یوازې هغه وخت چي د ایران ټول حقوق عملي شي او هوکړه وشي او بیا د امنیت په شورا کې تصویب شي، اوربند معنا پیدا کوي، د اوسني اوربند یوازنی لامل د نورو ولسونو په وړاندې د اخلاقي او انساني مسئولیتونو احساس دی.

رضایي ټینګار وکړ چي امریکا یا به د ایران ټوله ۱۰ شرطونه مني او یا به جنګ ته دوام ورکوي.