امریکا دې له کومې پلمې پرته په ورکړل شویو ژمنو عمل وکړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر د ډونالډ ټرمپ د تشو ادعاوو په غبرګون کې، په ایکس ټولنیزه شبکه کې په انګلیسي ژبه په خپل شخصي حساب کې ولیکل: پر هغو ژمنو چې ورکړل شوې دي باید عمل وشي، پرته له هر ډول اما، که او پلمې څخه.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمدباقر قالیباف د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۲۲مه، د شنبې په شپه زیاته کړه: د نږدې راتلونکي هوکړې لپاره بله لار نشته. هر څوک په پای کې هماغه څه ریبي چې کرلي یې وي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په ټروت سوشل شبکه کې ادعا وکړه: هغه مادې چې ایران «جعلي رسنیو» ته سپارلې دي، له هغو مادو سره هېڅ تړاو نه لري چې په لیکلې بڼه پرې موافقه شوې ده.
د امریکا ولسمشر همدارنګه ادعا وکړه: هغه څه چې دوی ویلي دي، د هوکړې په اړه د دوی د کمزورې او خواشینوونکې اعلامیې په ګډون، له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري. له دوی سره د حسن نیت په نوم هېڅ ډول مذاکره شتون نه لري.