د امریکا امنیتي سټراټژي ولې ناکامه شوې؟
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۵مې نېټې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډې اعلامیې کې درج شوي دریځونه لاسوهنه، غیرمسؤولانه او پاروونکی اقدام وباله .
په دغې اعلامیې کې، د ایران پر ضد په وروستي پوځي یرغل کې د امریکا او د سیمې د ځینو هېوادونو د رول په یادولو سره ټینګار شوی چې د لوېدیځې اسیا تلپاتې امنیت به د سیمې د هېوادونو د ملګرتیا او له سیمې څخه د بهرنیو قدرتونو له لاسوهنې پرته تأمین شي.
د امریکا او د فارس خلیج د همکارۍ شورا د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په وړاندې د ایران غبرګون، د دغې اعلامیې په محتوانیوکه او پر ایران د امریکا او صهیونیستي رژیم له تېري وروسته د سیمې د نوي امنیتي نظم انځور وړاندې کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې د امریکا او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د ګډې اعلامیې پر ټولو مهمو مو ردون و نیوکې شوي دي؛ په سیمې کې د امریکا د پوځي شتون او د ایران د سولهییز اټومي پروګرام په اړه له ادعاګانو رانیولې، د ایران د توغندوي قدرت ، د هرمز تنګي، د مقاومت ډلو او د سیمهییز امنیت تر مفهوم پورې.
د دې غبرګون تر ټولو مهم ټکی، د فارس خلیج د عربي هېوادونو د امنیت د تأمین په اړه د امریکا د ادعا تر پوښتنې لاندې راوستل وو.
د ایران اسلامي جمهوریت د وروستي جنګ په استناد ټینګار کړی چې د امریکا پوځي اډې او مرکزونه ، نه یوازې دا چې امنیت ئې نه دی رامنځته کړی، بلکې د ایران پر ضد د پوځي یرغل لپاره په عملیاتي مرکزونو بدل شوې دي.
دا دریځ په حقیقت کې د هماغه لیدلوري دوام دی چې تهران له کلونو راهیسې پرې ټینګار کوي؛ یعنې دا چې په لوېدیځې اسیا کې له سیمې د ورآخوا قدرتونو پوځي شتون د ناامنۍ او بېثباتۍ اصلي سرچینه ده او د سیمې امنیت باید د بهرنیو ځواکونو له لارې نه ، بلکې د سیمې د هېوادونو له خوا تأمین شي.
د ایران پر ضد د امریکا پوځي یرغل او د دغه یرغل په وړاندې د ایران سیمهییز غبرګون، په پور د اخیستل شوي امنیت د بیلګې ناکامي څرګنده کړه.
د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې ځینو عربي هېوادونو خپل امنیت د امریکا له پوځي چتر او ملتیا سره تړلی ؤ، خو د جنګ تجروبې وښودله چې دغه تړاو نه یوازې د جنګ د رامنځته کېدو مخه ونه نیوله، بلکې د دغو هېوادونو خاوره، پوځي اډې او بیخ بینائي تاسیسات ئې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د جنګي میکانزم او تجهیزاتو په یوې برخې بدل کړل.
په عمل کې، هغه امنیت چې ټاکل شوې وه دغو هېوادونو ته د مخنیوي قدرت ورکړي، دوي ئې د شخړې د ډګر یوه برخه وګرځول.
دا هماغه ټکی دی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سیمې حکومتونه مسؤلیت لري، څو نورو هېوادونو ته اجازت ور نه کړي چې د دوي له خاورې او امکاناتو څخه د پوځي یرغل لپاره استفاده وکړي.
د تهران له نظره، ځینې عربي حکومتونه د دې پر ځای چې د سیمې د امنیت په تأمینولو کې خپلواکه رول ولوبوي، په عملي توګه د امریکا په ستراتیژیک ډال بدل شوي دي.
دغه ډال جوړیدا تر دې چې د عربي ملتونو امنیت خوندي کړي، د واشنګټن جیوپولیټیکي ګټې خوندي کوي.
د ایران پر ضد د وروستي پوځي یرغل تجروبې وښودله، هر هغه هېواد چې خپله خاوره، هوائي حریم، بندرونه یا پوځي اډې د بهرنیو قدرتونو پوځي عملیاتو ته وسپاري، نو زر یا وروسته به خپله هم د هماغه کړکېچ بَیه ورکړي.
له همدې امله، د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ،باید د فارس خلیج عربو هېوادونو ته پخپل امنیتي سیاست د بیاکتنې بلنه وبلل شي؛ داسې سیاست چې په تېرو لسیزو کې په بشپړه توګه پر امریکا د تکیې پر بنسټ ولاړ ؤ.
د ایران د ځواب بل مهم چورلیز ،د اټومي موضوع د بحث د لارې بدلول وو.
په داسې حال کې چې امریکا او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا یو ځل بیا د ایران د اټومي، توغندوي قدرت او د بېپیلوټه الوتکو د پروګرامونو په اړه خپلې پخوانۍ ادعاګانې تکرار کړې، تهران دغه ادعاګانې له ایرانه د وېروَنې د پروسې دوام وباله او یو ځل بیا ئې په لوېدیځي اسیا کې له اټومي وسلو څخه د پاکې سیمې د جوړولو وړاندیز مطرح کړ.
دغه دریځ په حقیقت کې هڅه کوي چې د نړیوالو افکارو پام د ایران له سولهییز اټومي پروګرام څخه د صهیونیسټي رژیم د اټومي وسلو زېرمې ته واړوي، هغه زېرمې چې د هېڅ نړیوال څار تر نظارت لاندې نه دي.
په دفاعي برخې کې هم د ایران ځواب څرګند و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د توغندوي او بېپیلوټه الوتکو وړتیا د مذاکراتو او یا جوړجاړي موضوع نه ده.
د تهران له نظره، د وروستۍ جنګ تجروبې وښودله چې دفاعي مخه نیونکی قدرت د یرغل د پراخېدو د مخنیوي او پر یرغلګرو د لګښتونو د تپلو تر ټولو مهم عامل و.
له همدې امله، د دغو وړتیاوو د محدودولو غوښتنه د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره د هېواد د ملي امنیت د کمزوري کولو معنا لري.