پزشکیان: ایران هیڅکله له نړیوالو قوانینو وتلی عمل نه دی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176520-پزشکیان_ایران_هیڅکله_له_نړیوالو_قوانینو_وتلی_عمل_نه_دی_کړی
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د جاپان له وزیراعظمې سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ: ایران په هیڅ توګه له نړیوالو قوانینو بهر عمل نه دی کړی او تل یې له ګاونډیانو سره په اړیکو کښې د ښه والي کوشش کړی دی.
(last modified 2026-08-13T03:20:16+00:00 )
Aug 13, 2026 07:46 Asia/Kabul
  • پزشکیان: ایران هیڅکله له نړیوالو قوانینو وتلی عمل نه دی کړی

پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د جاپان له وزیراعظمې سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ: ایران په هیڅ توګه له نړیوالو قوانینو بهر عمل نه دی کړی او تل یې له ګاونډیانو سره په اړیکو کښې د ښه والي کوشش کړی دی.

پارس ټوډی د ایرنا له قوله لیکلي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون د جاپان له وزیراعظمې سانائه تاکایچي سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د جنګ د بندیدو د ضرورت په اړه د جاپان له مثبتو نظریاتو په مننې سره وویل: ایران په هیڅ توګه په سیمه کښې د ناقرارۍ په تکل کښې نه دی پاتې شوی او امریکا او صهیونیسټي رژيم د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په ټرورولو او د میناب د زده کوونکو پّ شمول د ګڼو ملکي وګړو په شهیدولو او همداشان د غیرپوځي زیربناو په ویجاړولو سره، په سیمه کښې د صلحې او ثبات د خبرابیدو لامل شوي دي.

هغه هیله وښودله چې په سیمه کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت لپاره د جاپان سفارتي هلې ځلې ګټه ورکړي او په سیمه کښې د تیري ګرو قدرتونو د جنایتونو او جنګ جوړونې مخه ونیسي.

په دغو خبرواترو کښې د جاپان وزیراعظمې هم د جنګ د ختمولو لپاره له ډیپلماټیکو طریقو د ټوکیو په ملاتړ ټینګار وکړ او هغه یې د ایران او سیمې د اوږدمهاله ګټو په لړ کښې وبللې.

هغې د ایران او عمان ترمینځ د هرمز تنګي په لړ کښې د مذاکراتو له پرمختګه په هرکلي سره هیله وښودله چې د خرواترو په کامیابیدو سره، د هرمز اوبلاره زرترزره خلاصه شي.