ټرمپ ناروغه دی او د ارواپوهانو په سپارښتنه باید  درملنه ئې وشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177302-ټرمپ_ناروغه_دی_او_د_ارواپوهانو_په_سپارښتنه_باید_درملنه_ئې_وشي
پارس‌ټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هرمز تنګي په اړه د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ د هغه څه په وړاندې غبرګون وښود چې  هغه وَهمي څرګندونې وبللې.
(last modified 2026-08-29T01:00:54+00:00 )
Aug 29, 2026 05:28 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو مرستیال  وزیر  کاظم غریب‌آبادي
    د ایران د بهرنیو چارو مرستیال  وزیر  کاظم غریب‌آبادي

پارس‌ټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هرمز تنګي په اړه د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ د هغه څه په وړاندې غبرګون وښود چې  هغه وَهمي څرګندونې وبللې.

د پارس‌تودي د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت مرستیال خارجه وزیر کاظم غریب‌آبادي د هرمز تنګي په اړه د  امریکا د کړغیړن  او بې خوده ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: هغه یو ناروغ دی چې د ارواپوهانو د سپارښتنې له مخې باید ۲۴ ساعته تر څارنې لاندې وي.

غریب‌آبادي زیاته کړه:  شیزوفرینیا د نفسیاتي ګډوَډَیو یوه پېچلې او خوریدونکې  بڼه ده چې د فکر د ګډوډۍ او د واقعیت د تحریف شوې درک له لارې څرګندېږي، او تر ټولو عامې نښې ئې وهم او ګډوَوډو وئیل دي. چې  نن سبا ترټولو زیاتې   په همدغه کرغیړن ټرمپ کې لیدل کیږي.