پاکستان: ډیپلوماسي د سولې یوازینۍ عملي لار ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178378-پاکستان_ډیپلوماسي_د_سولې_یوازینۍ_عملي_لار_ده
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره خبرې کړې دي.
(last modified 2026-09-19T10:50:08+00:00 )
Sep 19, 2026 15:19 Asia/Kabul
  • پاکستان: ډیپلوماسي د سولې یوازینۍ عملي لار ده

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ډار د انرژۍ د رسولو د بهیر پرله‌پسې دوام او د بېړیو د خوندي او چټک تګ راتګ، په ځانګړي ډول د مخ پر ودې هېوادونو او نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو پر اهمیت ټینګار کړی.

نوموړي ویلي، خبرې اترې او ډیپلوماسي لا هم په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ عملي لار ده.

دواړو لورو هوکړه کړې چې خپلې نږدې همکارۍ به دوام ورکړي او په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې به بیا سره وګوري.