پزشکیان: امریکا او اسرائیلو زموږ اټومي مرکزونه بمبار کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178858-پزشکیان_امریکا_او_اسرائیلو_زموږ_اټومي_مرکزونه_بمبار_کړل
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، امریکا او اسرائیلو د ایران هغه اټومي مرکزونه بمبار کړي چې تر ټولو زیات تر څارنې لاندې وو.
(last modified 2026-09-26T09:47:12+00:00 )
Sep 26, 2026 14:13 Asia/Kabul

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، امریکا او اسرائیلو د ایران هغه اټومي مرکزونه بمبار کړي چې تر ټولو زیات تر څارنې لاندې وو.

پزشکیان له امریکايي «سي‌بي‌اېس» شبکې سره په مرکه کې ویلي، د ایران اټومي تاسیسات تر پراخ نړیوال نظارت لاندې وو.

هغه ویلي، د دغو بریدونو پر وړاندې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې چوپتیا غوره کړې ده.

نوموړي د ایران پر اټومي مرکزونو د بریدونو موضوع د خپل هېواد د دریځونو په بیانولو کې مطرح کړې ده.