ایران د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له خپلو حقوقو دفاع کوي
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر له نیویارک څخه تر راستنېدو وروسته په یوې خبري غونډې کې، د دغه سفر د لاسته راوړنو او ترسره شویو لیدنو په تشریح کې ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالو قوانینو او ژمنو په چوکاټ کې له خپلو حقوقو دفاع کوي او اجازت به ورنه کړي چې نور هېوادونه هر څه چې غواړي پر ایران ئې وتپي.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور ر اکړ، ډاکټرمسعود پزشکیان د خلکو د ملګرتیا او ملاتړ د ډیرې مننې په ترڅ کې نیویارک ته د خپل سفر د بهیر په اړه وویل: د سفر پر مهال په الجزایر کې د سونګو د اخیستلو لپاره تم شوو او په همدې فرصت کې مو د دغه هېواد له کورنیو چارو وزیر سره هم لیدنه وکړه، چې د الجزایري چارواکو له مناسب هرکلي سره مخ شوه.
پزشکیان زیاته کړه: له نیویارک ته تر رسېدو وروسته، کله چې د امریکا د ولسمشر له څرګندونو خبر شوو،نو د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کې زمونږ د وینا تګلاره هم د دغو څرګندونو په وجه بدله شوه او له همدې امله مو په څرګندو ټکو د ایران، د ایران د شجاع ملت د لارې، باورونو او اعتقاداتو کلکه دفاع وکړه
هغه د سفر په ترڅ کې د ډیپلوماټیکو پروګرامونو د ګڼوالي په اړه وویل: د غونډې له پای ته رسېدو وروسته مو د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره ګڼې لیدنې ترسره کړې، او دغه راز له نړیوالو رسنیو سره ګڼو مرکو، د مهمو رسنیو له مدیرانو سره د غونډې جوړولو، له امریکايي څېړنیزو مرکزونو او متخصصانو سره د لیدنې او همدارنګه په امریکا کې له مېشتو یو شمېر ایرانيو متخصصانو او نورو ایرانیانو سره د خبرو یادونه هم کولی شو ، له نیویارکه د مېشتو ایرانیانو سره لیدنه یوه په زړه پورې او ارزښتناکه غونډه وه او له بېلابېلو سیمو څخه ایرانیان پکې ګډونوال وو
هغه زیاته کړه: په دغو ټولو لیدنو او خبرو کې مو هڅه وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت مظلومیت او د امریکا او صهیونیستي رژیم جنایتکار اقدامات په څرګندو ټکو بیان کړو.
ډاکټر پزشکیان په سیمې کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پر تګلاره د نیوکې په ترڅ کې وویل: «له یوې خوا د سیمې بیخ بینائي تاسیسات، خلک، ساینسپوهان او بېلابېل مرکزونه په نښه کول او له بلې خوا د بشري حقوقو د دفاع ادعا کول ناشوني دي. هغه بندیزونه چې په مستقیم ډول د خلکو پر ژوند اغېز کوي، زمونږ له نظره د ایران د ملت پر وړاندې یو سپیره او غیر انساني اقدام دی.