دنړۍ په ۱۰۳هیوادونو کې داسلامی ایران دولسمشرۍ لپاره ټاکنې ترسره کیږی
زمونږخبریال راپورراکړ له ایرانه په بهر کې د اسلامی ایران د ولسمشرۍ دانتخاباتو پر دولسم پړاؤ دڅارونکی پلاوی مشر حسم قشقاوی نن په خبری کنفرانس کې وویل دایران د ولسمشرۍ راتلونکی ټولټاکنې دنړۍ په سوسل درو هیوادنو کې په یوسل دو دیرشو نمایندګیو کې په ۲۷۹صندوقونو کې د رایو په اچولو سره ترسره کیږی .
قشقاوی له هیواده بهر د رایو لپاره د شرائط لرونکو ایرانیانو شمیر دوه میلیون پنځه لکه کسان وباله او وې ویل ، دمئ په نولسمه نیټه، د ولسمشرۍ انتخابات به تر دې دمه په کینیډا کې د ډیپلوماټیکو اړیکو دغوڅیدا په دلیل په دغه هیواد کې ترسره نشی .
هغه په کینیډا کې د دیره څلور لکه ایرانیانو شتون ته په اشارې سره وویل ، ایران په ملګروملتو کې دکینیډا دنمایندګۍ له دفتر سره په تماسونو او رسمی یاددښتونو کې په دغه هیواد کې دانتخاباتو دترسره کیدا غوښتنه کړې ده .
هغه وویل داسلامی ایران اړونده ادارو وئیلی دی ، باید ددیموکراسۍ احترام او دښآریزو حقوقو ته په پام سره ، په کینیډا کې دایران د دولسمشرۍ دانتخاباتو شرائط برابر شی او داموضوع هماغه راز تعقیبیږی .
ټاکل شوې ده دایران د دولسمشرۍ دانتخاباتو دولسم پړاؤ دکلو اوښارونو د اسلامی شوراګانو له انتخاباتو سره په یووخت د مئ په نولسمه نیټه ترسره شی .