په انتخاباتو کې ولولناک شتون به دایران له سره د دښمن شّر کم کړی
د اسلامی انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ: د خلکو شتون د ایران له اسلامی جمهوریته د جنګ سیوری لیرې کړ او د انتخاباتو په شمول په مختلفو ډګرونو کښې د هغوی شتون د ملی امنیت ټاکونکی دی..
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د کارګر د ورځې په درشل د رزگونو ټیکدارانو اوکارګرانوپه ولولناکې کښې څرګنده کړه: که د ایران خلک په ډګر کښې شتون ولری نو هیواد به په امنیت کښې وی او دا چې دښمنان د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندې د هر سخت عمل له ترسره کولو ډډه کوی، د خلکو د شتون په وجه دی.
هغوی زیاته کړه: دښمنان په سیاسی ډګر کښې د ایران د خلکو له شتون څخه ویریږی او دا هغه حقیقت دی ،کله ولس شتون پیدا کوی نو هغه دښمن چې له دې نظام سره مبارزه کول غواړی، شاتګ او له تیری ډډه کولو ته مجبوریږی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: کله کله اورم او اوریدلی مو دی په تیرو وختونو کښې ځینو کسانو ویلی دی چې کله مونږ راغلو او مسئولیت مو وموند، نو وتوانیدو چې د جنګ سیوری له هیواده وغړوو، نه، دا خبرې سمې نه دی، بلکې هغه څه چې په دې پرله پسې کلونو کښې یې د جنګ او دښمن سیوری له هیواده غړولی، په ډګر کښې د خلکو شتون و.
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت آ.. العظمی سید علی خامنه ای دغه راز دایران د ولسمشرۍ دانتخاباتو شپږو کاندیدانو ته هم سپارښتنه وکړه چې پکار ده نیّت ئې خدائی شی او د ولس په تیره بیا دکمزورو پرګنو دخدمت لپاره دې ډګر ته راووځی او په روښآنه ډول دې له کمزورو پرګنو ملاتړ وکړی . دوی همداراز په بیلابیلو هیوادونو کې دکارګرانو سیاسی او ټولنیز لوبونکی رول او داسلامی انقلاب له هماغه لومړنیو شپو ورځو راهسې له اسلامی ایران سره د کارګرې ټولنې دمخامخولو لپاره ددښةنانو هڅې ته په اشارې سره ټینګار وکړ له دغاو هلوځلو سره سره ، کارګران تل داسلامی نظام پلویان دی او ورځینی ئې ملاتړ کړی دی او په حقیقت کې په دغو کلونو کې دکارګرې متدیّنې اوفعالې ټولنې دهیواد دښمنانو ته درنده څپیړه ورکړې ده .