د انتخاباتو خاص پروګرام (17) په ایران او لویدیځ کښې د سیاسی مشارکت د سطحې پرتله
د اسلامی انقلاب له کامیابۍ نه وروسته په ایران کښې سیاسی مشارکت په واقعی توګه معنا پېدا کړه او خلقو په مختلفو انتخاباتو کښې په ګډون سره خپل رول او مقام وموند. انتخابات د ډېموکرېسۍ د بنیادی موضوع په توګه د سیاسی مشارکت مظهر دی، خو دغه مشارکت په ایران کښې د دینی ولسواکۍ په نظام کښې او په لویدیځ کښې په لېبرل ډېموکرېټۍ کښې فرق لری.
په ایران کښې د سیاسی مشارکت سطح
د اسلامی انقلاب کامیابی او د اسلامی جمهوری نظام تاسیس د دینی ولسواکۍ په نوې تجربه کښې د عطف یو ټکے دے. د نظام د جوړښت جمهوری والے او د مقننې قوې او اجرائیه قوې د منصبونو او پوسټونو انتخابی والے په ایران کښې د دینی ولسواکۍ ځینې خصوصیتونه دی.
د ایران په اسلامی جمهوریت کښې د اساسی قانون د شپږم اصل له مخې د هېواد چارې پکار دی ، د انتخاباتو له لارې د ولسمشر، د اسلامی شورا د جرګې د نمائندګانو د ښارونو او کلیو د شوراګانو غړی او یا په مختلقو مواردو کښې چې په اساسی قانون کښې یې ټاکنه شوې ده د ټول پوښتنې یا رېفرېنډم له لارې د انتخاباتو په ذریعې سره په عامو رایو باندې په ملا تړلو سره وچلولې شی.د ایران په اسلامی جمهوری نظام کښې د شاهنشاهی استبدادی رژیم په نسبت د عمومی ازادۍ او د انتخاباتو له لارې د سیاسی برخلیک د ټاکنې په چوکاټ کښې د خلقو، ډلو او ګوندونو د پراخه مشارکت لپاره مناسبه زمینه رامنځته شوې ده.
په ایران کښې د بیان شوې ډېموکرېسۍ ماډل چې د اسلام په مبین دین کښې جرړه لری خلقو ته د یو اوزار په توګه نه ګوری او په ټولو سیاسی مراحلو او اجتماعی ژوند کښې د هغوی لپاره د انسانی او الهی ارزښت قائل دے. په همدې بنیاد په ایران کښې د دینی ولسواکۍ په ماډل کښې خلق په سیاسی ډګر ا د اسلامی جمهوری نظام لپاره د مقبولیت رامنځته کول په پوره ازادو انتخاباتو کښې په ګډون سره وړومبۍ او آخرۍ خبره کوی.
هغه احترام او ارزښت چې په ایران کښې د دینی ولسواکۍ په ستنو ولاړ نظام یې د خلقو او ګوندونو لپاره قائل دے، د خلقو او اسلامی جمهوری نظام په یوځاے کولو کښې د همېشنی وصل کېدو کړۍ ده. دغه حقیقت په ایران کښې د تېرو څلور دېرشو دورو د نتخاباتو په موقع د سیاسی مشارکت په اندازې سره ثبت شوے او له ټولو نه زیات مهم د انتخاباتو ترمېنځ مودې په دوران کښې خلق په خپل حال پرې نښودل شول او تل له مختلفو لارو څخه د اسلامی جمهوری نظام له چارواکو سره په ارتباط کښې دی.
په نورو الفاظو ویلې شوو چې په ایران کښې د دینی ولسواکۍ ماډل په لویدیځ کښې د لېبرل ډېموکرېسۍ په مقابل نقطه کښې چې بنیاد یې هیومېنسټی دے او انسان ته یوازې په مادی سترګه ګوری، شتون لری.
په دغه سیاسی ماډل کښې خلق په کورنی او بهرنی سیاست کښې ونډه نه لری او لویدیځ واکمنان د خلقو نظرونو ته اهمیت نه ورکوی، ځکه چې د هغوی لپاره یوازې قوت، سرمایه او اقتصادی سرچینې مهمې دی.
د سیاسی مسائلو د کارپېژاندی علیرضا داوودی څرګندونې (1)
البته د لویدیځ په سیاسی نظام کښې مونږ دوه ډوله لویدیځ لروو یو د اروپا لویدیځ او او بل د امریکې لویدیځ لروو، که رسنه او تبلیغات حذف کړی نو د مشارکت اندازه کمیږی، وجه یې څه ده؟ وجه یې دا ده چې په لویدیځ کښې سیاسی نظامونه د حزبونو په بنیاد جوړ نظامونه دی او په لازمی توګه ګوندونه د خپلې ټولنې د ټولو طبقاتو نمائندګی نه لری. تاسو امریکې ته برطانیې ته او په حقیقت کښې په دې وروستیو کښې همدغې فرانسې ته وګورئ ، د نظر هغه ډول چې د لویدیځ په سیاسی نظامونو کښې موجود دے په لازمی توګه په انتخاباتو کښې د ټولو خلقو د شتون په نسبت د هغوی د سیاسی نظام لپاره د مقبولیت د پېدا کولو لپاره د هلو ځلو په بنیاد نه لری او د اروپا او امریکې یوه ډېره مهمه کمزوری ده. خو تاسو په ایران کښې ګورئ چې داسې نه ه. په اروپا کښې په مهمه توګه ټول خلق موجود سیاسی نظام له ځان سره متعلق نه ګڼی او وائی مونږ په دغه ډګر کښې مشارکت نه لرۀ ، په حقیقت کښې دوه څیزونه یعنې سرمایه او رسنه واخېستې شی نو همدغه د مشارکت اندزاه چې په اروپا کښې یې وینو ډېر زیات کمښت به پېدا کړی، په داسې حال کښې چې په ایران کښې حالات ډېر فرق کوی او د جوړښت څه رنګوالے یې له لویدیځ سره بل شان ګڼل کیږی.
په امریکه کښې د سیاسی مشارکت سطح
لېبرل ډېموکرېسی لېبرل سرمایه داری نظام د تمدن او سیاسی او اجتماعی رژیم ترټولو پرختللے دلو تعریفوی. د ډېموکرېسۍ دا ډول د پرمختګ مفهوم هم د سلطې د پراختیا او مادی سوکالۍ، په طبیعت باندې د بشر د تکنیکی تسلط، د بیورو کرېسۍ د پراختیا، د اجتماعی پېچلتیاو، د کېپیټلزم د سطلې د زیاتوالی او د هیومېنسټۍ او مېټریالسېټۍ ته د مخه کونې په بنیاد تعریفوی. که څه د امریکې، فرانسې او برطانیې په شمول لویدیدیځ هېوادنه ځانونه د ډېموکرېسۍ زانګو معرفی کوی خو د لېبرل ډېموکرېسۍ په ماډل کښې د اقتصادی او ماده پالو خصوصیتوونو ترجیح والی خلق مایوسه کړی دی او په دغه حکومتی ماډل باندې نوې نیوکې رامنځته شوی دی.
د مثال په توګه په امریکه کښې د انتخاباتو په وخت سرمایه او لابی یو مهم رول لری. په امریکه کښې د خلقو سیاسی مشارکت د دغو دوو عنصرو له رول سره تړاو لری او فرد د هغه کس په توګه چې په سیاسی نظام کښې ذمه واری قبلوونکط دے رول لوبونه نه کوی. د مختلفو رپوټونو له مخې نن د لېبرل ډېموکرېسۍ په نظام کښې مایوسی څرګنده ده او د لویدیځ په ننۍ ټولنه کښې طبقاتی درز او د سیاسی نظام او خلقو ترمېنځ فاصله زیاته شوې ده.په امریکه کښې له اقتصادی مرکزونو او کارتل سره د نامزدو کسانو او دوو اصلی ګوندونو وابستګی هغوی د انتخاباتو په ډګر کښې کامیابوی او په عملی توګه خلق حقیقی رول نه لری.
په امریکه کښې د انتخاباتو څو دورو ته یوه کتنه دا څرګندوی چې د دغه هېواد په سیاسی نظام کښې خلق غوره مقام نه لری او دوه عنصره یعنې سرمایه او لابی د امریکې په انتخاباتو کښې وړومبۍ او آخری خبره کوی په 2016 کال کښې د امریکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو د خلقو د ګډون اندازه په تېرو شلو کلونو کښې تر ټولو ټیټه اندازه وه. په دغو انتخاباتو کښې د راې ورکولو شرط لرونکی زیاتره خلق د رایو صندوقونو ته لا نړل او د امریکې نوے ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شرائط لرونکو له څلورمې برخې نه د لږ زیاتو کسانو په رایو سره غوره شوے دے. د امریکې د تېر کال په انتخاباتو کښې د مشارکت اندازه تقریباً پینځه پنځوس وه.
په انتخاباتو کښې د خلقو د ګډون مسئله په بنیادی توګه د امریکې په شمول د لویدیځی ډېمو کرېسیو یو مشکل ګڼل کیږی. په دې مسئله باندې ډېر دلائل موجود دی چې له هغو څخه په لویدیځو هېوادونو کښې د خلقو په سیاست ککړېدو، له اوسنی حالت څخه د ناامیدۍ او مایوسۍ په وجه په سیاسی چارو کښې د مشارکت لپاره دلچسپی نه لرلو او د سیاستدانانو او چارواکو له کردار څخه کرکې ته اشاره کولې شوو. دغه ټولو موارد فرد ته په ماده پاله نظر کښې جرړه لری چې د لېبرل ډېموکرېسۍ په ماډل واکمنی لری.
د سیاسی مسائلو کارپېژاندے او د پوهنتون د استاد ډاکټر مرندی څرګندونې (2)
امریکې او اروپائی هېوادونو ته وګورئ ، په سکانډیناوی هېوادونو کښې اوس سوئیزرلېنډ ته وګورئ ښځې له 1971 کال راهسې د رائې حق پېدا کړ یعنې د اسلامی انقلاب له کامیابۍ نه اوۀ کاله مخکې په سوئیزرلېنډ کښې ښځو د رائې ورکولو حق نه لرۀ.بیا په نورو اروپائی هېوادونو کښې هم داسې شکل نه دے چې د ښځو د رائې حق دې یوه ډېره نوې ښکارنده وی، خپله په امریکه کښې همدغه بل شکل او بله ښکارنده زما لپاره پوښتنه رامنځته کوی، مثلاً ویل کیږی په دغو هېوادونو کښې هر کس کولې شی کاندید شی او د خلقو رائې راغونډې کړی خو مثلا زمونږ په هېوادونو کښې داسې نه ده . خو زما بنده خبره دا ده چې په ایران کښې د اوۀ دېرشو او اته دېرشو کلونو په دوران کښې مو د پالېمان او اسلامی شوراګانو انتخابات لرل، له دغو څخه په ځینو انتخاباتو کښې داسې کسان پارلېمان ته لاړ چې په نظام باندې له نیوکه کوونکو څخه وو، خو په اروپائی هېوادونو کښې ولې داسې نه کیږی او دا چې ویل کیږی چې ډېموکرېټک نظامونه دی نو ولې په هغو کښې د ایران په شان د ولسمشرۍ انتخابات ولې نه کیږی چې یو کس راشی او یو نوے چلند مطرح کړی او مخکېنے چلند یوې خوا ته کیږدی او د اپوزیشن په شان یوه موضوع غوره کړی او ولې دا کار په فرانسې کې نه کیږی، په امریکه کښې ولې نه کیږی؟ په حقیقت کښې که له خپلو ټولو لویدیځوالو نه پس په امریکه کښې لکه د ټرمپ غوندې یوکس راځی نو بیا هم له اسرائیلو سره د اتحاد او له ایران سره د مخالفت په شمول د امریکې د سیاستونو په اصلی چوکاټ کښې دے چې له تېر ولسمشر سره هیڅ فرق نه لری یوازې په اقتصادی سیاستونو کښې فرق لری.
به برطانیه، فرانسې او نورو اروپائی هېوادونو کښې د سیاسی مشارکت سطح
په برطانیې او فرانسې کښې د خلقو رول هم دومره اثر کوونکے نه دے او په بنیادی توګه خلق په لویدیځه ټولنه کښې په سیاسی ډګر کښې د فعال شتون لپاره څه ګروهنه نه لری او دا موضوع هم په کامله توګه د لېبرل ډېموکرېسۍ نظریې ته ګرځی. په بله معنا په اروپائی هېوادونو کښې واکمنان د سیاسی پالېسیو په غوره کولو کښې د خلقو نظرونو ته پاملرنه نه کوی او په بنیادی توګه له هغوی نه د نظرونه نه غوښتل کیږی.
د پاپولوس برطانوی اجتماعی تحقیقاتی ادارې د سروې له مخې چې په 2016 کال کښې ترسره شوې ده یوپنځوس فیصده فرانسویان، یو څلوېښت فیصده امریکایان ، اوۀ پنځوس فیصده لویدیځی اروپایان او شپېته فیصده ختیځ اروپایان په دې باوری دی چې د خپل هېواد عامه خلق یې د بهرنی سیاست په فېصلو کښې څه ونډه نه شی لرلې. دغه سروې ګانې په برطانیې، امریکې، جرمنی، فرانسې، بلغاریه ، هنګری ، چېک جمهوریت او هالېنډ کښې ترسره شوې دی. په بله معنا د لېبرل ډېموکرېسۍ په ماډل کښې چې په هیومېزم باندې ولاړ دے ، په لویدیځو هېوادونو باندې د واکمن سیاسی نظام او خلقو ترمېنځ معنا لرونکې ملګرتیا شتون نه لری او په همدې وجه د لویدیځې ټولنې اکثر خلق د خپلو هېوادونو له بهرنی سیاست سره غږمله نه دی او د جنګ مخالف دی. د مثال په توګه د ترهه ګرۍ په وړاندې د لویدیځ سیاست ، دوه رنګه سیاست دے او همدغې مسئلې په لویدیځه ټولنه کښې ناامنی رامنځته کړې ده او هم یې په سیاستدانانو باندې د خلقو بې اعتمادی له ځان سره لرلې ده.
----------