دایران د و لسمشرۍ دانتخاباتو په هکله ځانګړی وینا :
د تهران راډیو داینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس حاضر شوی یوو چې دایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه یوه(۱) وینا درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
دایران د ولسمشرۍ د دولسم(۱۲) پړاو د انتخاباتو ترسره کیدا ته زیات وخت نه دی پاتې .
دایران د ولسمشرۍ د دولسم(۱۲) پړاو انتخابات د ښار او دکلیو د شوراګانو دپینځم(۵) پړاو له انتخاباتو او داسلامی شورا له مینځ پړاوه انتخاباتو سره په یووخت د روان میلادی کال د می دمیاشتې په ۱۹نیټه ترسره کیږی .
دایران داسلامی جمهوریت په نظام کښې دانتخاباتو ترسره کیدل ځلانده کارنامه لری .
په ایران کښې د انتخاباتو سیالۍ په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې دسیاسی پراختیا د یوې مهمې ځانګړتیا په توګه د ډیرو شناندو دپام او ستاینې وړ ګرځیدلی ده .
اوس د ایران د ولسمشرۍ د دولسم (۱۲)پړاو د انتخاباتو د ځانګړیو ویناو د لړۍ په دوام کښې دسیمې په هیوادونو او په ایران کښې د خلکو دسیاسی ګډون اندازې او سیاسی نظامونو ته یوه(۱) کتنه لرو .
له مونږ سره ملګرتیا وکړئ .
()
دسیاست برخې ته د خلکو د ورګډیدا او دمشارکت یو(۱) مهم مکانیزم انتخابات دی .
هر څومره چې په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه زیاته وی او دمختلفو ډلو او سیاسی ګوندونو او کاندیدانو د سیالۍ لپاره ضروری امکانات برابر وی ټولنه له سیاسی نظره د پراختیا په ښې سویې کښې ورځی .
په دې لړ کښې دایران ، ترکیې ، هندوستان او دپاکستان په شان ځینو هیوادونو کښې د انتخاباتو نظام ډیره مخینه لری او په طبیعی ډول له دې اړخه دسیمې د نورو هیوادونو په نسبت متفاوت حالت لری .
د سیاسی چارو کارپیژاند علیرضا داوودی وایی په ایران کښې د سیاسی کلتور یوه ترټولو مهمه ځانګړتیا د دوو(۲) بهیرونو په هکله د رایو صندوقونو ته دخلکو ورتلل دی .لومړی بهیر دملی پیوستون ، هم زبانی او د ملی خبرو اترو ښودل دی چې معمولا دایران خلکو دانتخاباتو په څلوردیرشو (۳۴)پړاونو کښې په ترټولو ښه ډول نندارې ته وړاندې کړی دی ، په حقیقت کښې هغه مدیریت چې دایران خلک یې په انتخاباتو کښې د دغه شتون په اړه وړاندې کوی دملی اقتدار دښودلو په برخه کښې یوه ترټولو لوړه ، پیچلی او مهمه روده ګڼل کیږی .مونږ په عامه ژبه په سیمه کښې درې (۳)ډوله سیاسی نظامونه لرو . ډیر تړل شوی سیاسی نظامونه ، کاملا بې نظمه او پرانیستی سیاسی نظامونه .
او زمونږ په سیمه کښې د سیمه ایزو چوکاټونو لرونکی او متعادل سیاسی نظامونه .
دپام وړ شمیر سیاسی نظامونه په لومړۍ او دوهمې ډلې کښې راځی خو هغه سیاسی نظام چې په ایران اسلامی جمهوریت کښې شته په حقیقت کښې یو هوشمند ترلاسه شوی سیاسی نظام دی او بالاخره ترټولو متعادل او انضباط لرونکی نظام ګڼل کیږی پردې اساس هغه وخت چې مونږ د انتخاباتو په اړه خبرې کوو په سیاسی نظام په تیره بیا په سیمه ایزې حوزې کښې د انډول د رامینځته کولو بهیر ته اشاره کوو چې په نهایت کښې په سیمه ایزې حوزې کښې د ملی اقتدار له زیاتیدا سره برابره ده او دا دسیمې په هیوادونو او په ایران کښې په اسلامی جمهوریت کښې دسیاسی نظام ترمینځ ترټولو مهم فرق او ځانګړتیا ده .
()
په تیرو څو لسیزو کښې په هغو بدلونونو سره چې په سیمه او نړۍ کښې رامینځته شوی دی په سیمه کښې د لومړنیو او ابتدایی ډیموکراسیو په چوکاټ کښې ځینې ډیموکراټیکې بیلګې رامینځته شوی دی .
له دې کبله په دوې کښې په ډیرو هیوادونو کښې انتخابات ترسره کیږی خو عملا هیڅ ډیموکراټیک بدلونونه تحقق نه مومی .
دسیمې په اکثره هیوادونو کښې دقضایی قوې خپلواکۍ او د قواو جلا کیدل نه لیدل کیږی .
په همدې علت د مینځنی ختیځ د هیوادونو سیاسی جوړښتونه له ډیموکراسۍ یا حتی دډیموکراټیکو بدلونونو له بهیر سره زیات واټن لری .
()
نن سبا د ډیموکراسۍ د نوی څپې په پراخیدا سره لویدیځه اسیا ( مینځنی ختیځ ) هم تر اغیز لاندې ورغلی ده .
دبدلون نښې نښانې دمدنی ټولنې د نویو ادارو په څرګندیدا کښې لیدلای شو .
له دې سره سره ځینې حکومتونه دانتخاباتو له لارې د فردی استبداد د راوستلو هڅه کوی .
دبیلګې په توګه دترکیې په شان هیواد کښې دځینو اصلاحاتو هدف د ډیموکراټیکو بهیرونو په چوکاټ کښې د اقتدار پالنې سیسټاماټیک کول دی .
()
دسیمې ځینې رژیمونه په تیره بیا دفارس خلیج سیمې عرب هیوادونه دخلکو لخوا د مدنی ګډون نشتون ته په پام سره دحقیقی روا والی سرچینې نلری او په نتیجه کښې دهغوې د واکمنۍ اډانۍ سستې دی .
د سیاسی چارو کارپیژاند ډاکټر مرندی وایی دایران داسلامی جمهوریت نظام په دغو پړاونو کښې زیات د ولسواکۍ او دقانونی کیدا لاره کچ کړه یعنی تراوسه د اسلامی انقلاب پنځوس(۵۰) ورځې نه وې تیرې شوی چې دایران داسلامی جمهوریت د نظام د جوړیدا لپاره ټولپوښتنه وشوه .
له دغه ټولپوښتنې دوه(۲) میاشت وروسته د ایران داساسی قانون دخبرګانو انتخابات وشول او داساسی قانون دخبرګانو دجرګې لخوا د اساسی قانون له تدوینیدا وروسته د اوړې په اخر یا د منی په لومړیو کښې وو چې په ۱۳۵۸ هجری لمریز کال کښې داسلامی جمهوریت د اساسی قانون په باره کښې ټولپوښتنه وشوه .
په ایران اسلامی جمهوریت کښې د اسلامی انقلاب پنځوس(۵۰) ورځې نه وې تیرې شوی چې انتخابات وشول او ورپسې هم په چټکۍ سره نور انتخابات وشول او له یونیم کال په کم وخت کښې دخلکو رایو ته د مراجعه کولو او د قانونی کیدا ټول پړاونه ترسره شول .
اوس سیمې ته ستنیږو مثلا په لیبیا کښې تاسو وینئ معمر قذافی کابو پینځه څلویښت(۴۵) کاله مخکې کودتا وکړه خو هیڅکله یې دخلکو رایو ته مراجعه ونکړه او ځان یې هم د انقلاب مشر ونوموه په داسې حال کښې چې هغه په خپل هیواد کښې کودتا کړی وه یا مثلا په سوډان کښې هم کودتا شوی وه . صادق البحری په ۱۹۸۸ میلادی کال کښې په سوډان کښې کودتا وکړه او کلونه کلونه په دغو هیوادونو کښې دخلکو رایو ته مراجعه ونشوه او دایران په ګاونډ کښې دپاکستان په شان هیواد وینو چې په خورا توګه واک د انتخاباتو له لارې نه بلکې د کودتا په وسیله لاس په لاس کیږی البته انتخابات هم تشریفاتی دی او هغه کسان چې کودتا کوی څه موده وروسته په انتخاباتو کښې ګډون کوی په هغو انتخاباتو سره چې ډیر بد او په خاصو شرایطو کښې ترسره کیږی واک په لاس کښې واخلی .په سعودی عربستان کښې خو اصلا انتخابات نه ترسره کیږی او دفارس خلیج په عرب میشته هیوادونو کښې هم هیڅ انتخابات نه کیږی او که چیرې په کوم هیواد کښې انتخابات وشی هم نو کاملا فرمایشی او کنټرول شوی دی چې کاندیدان د نومونو د لیکلو حق نلری او خلک هم د رایو د ورکولو حق نلری او په اکثرو عربو هیوادونو کښې ښځې د رایې د ورکولو حق نلری او له تیرو دوو (۲) کلونو راهسې میرمنې د رایې دترلاسه کولو حق ترلاسه کړ خو دکاندید کیدا حق نلری .دبحرین په شان هیواد کښې چې څو کاله کیږی خلکو پکښې انقلاب کړی دی د پارلمان نیمایی غړی دباچا لخوا ټاکل کیږی او په دغه هیواد کښې هیڅ انتخابات نشته او دپارلمان نیمایی نور غړی چې د خلکو لخوا ټاکل کیږی بیا هم په یوشمیر چوکاټونو سره په دغو هیوادونو کښې یو سم او انتخاباتی سیسټم نشته او اوس په عراق کښې د صدام د حکومت له نسکوریدا وروسته یو(۱) ډیموکراټیک نظام جوړ شوی دی په نسبی ډول انتخابات د خلکو د رایو پراساس کیږی په ترکیې کښې هم څو کودتاګانې شوی او د هغو اقداماتو په مینځ کښې چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیاسی مخالفانو د له مینځه وړلو لپاره وکړل راغی انتخابات یې وکړل او دسیمې په ډیر کم سیاسی نظام کښې د ولسواکۍ او د ډیموکراسۍ اندازه چې په ایران کښې محققه کیږی په هغه اندازه ازادۍ چې وجود لری د لیدو وړ ده .
()
په تیرو پنځوسو(۵۰) کلونو کښې دساړه جنګ په ختمیدا سره دسیمې دهیوادونو په سویه هم یوشمیر بدلونونه رامینځته شوی دی .
دغه بدلونونه سبب شول اقتدار پاله حکومتونه دخپل حکومت دساتلو او دوام لپاره له ستونزې سره مخ شی .
همدغه مسله سبب شوه دسیمې ځینې حکومتونه اقتصادی او سیاسی اصلاحاتو ته مخه کړی .
په دې لړ کښې داردن ، مراکش او تر یوه حده دکویت په شان په سیمه کښې ځینو باچاهی نظامونو د پارلمانونو قدرت ورزیات کړی دی .
بحرین ، عمان ، قطر، سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو مشورتی یعنی دسلامشورو شوراګانې جوړې کړې چې له دې لارې د انتخاباتو له ترسره کیدا پرته پارلمان ته ورته سیسټم ټینګ کړی .
دغه شوراګانې زیات مشورتی ظرفیت لری خو په مجریه قوې هیڅ کنټرول نلری او نیغ په نیغه ددغو هیوادونو د رژیمونو مشران ټاکی .
په حقیقت کښې ددغو هیوادونو اکثره واکمنان هڅه کوی د مشورتی شوراګانو تر پوښښ لاندې دځانونو او دخپلو حکومتی نظامونو لپاره روا والی رامینځته کړی .
()
په همدې علت دسیمې په ډیرو هیوادونو کښې چې کامل او تړل شوی اقتدار واکمن دی هیڅکله د خلکو سیاسی ګډون نه دی تجربه شوی .
حتی په ډیرو پرمختللیو هیوادونو کښې چې په نړۍ کښې د ډیموکراسۍ د بیرغوال ادعا کوی دانتخاباتو په ترسره کولو کښې د اوږدې مخینې له لرلو سره سره په انتخاباتو کښې دخلکو دګډون اندازه زیاته نه ده .
()
دسیاسی پراختیا د ګرافونو پراساس په ایران اسلامی جمهوریت کښې انتخابات د خلکو په پراخ ګډون سره ترسره کیږی .
دایران داسلامی جمهوریت لومړنی انتخابات داسلامی انقلاب له بریالیتوب یوازې پینځه څلویښت (۴۵) ورځې وروسته ترسره شول چې په یوه(۱) هیواد کښې دانقلاب له بریالیتوب وروسته په ترټولو لنډه موده کښې د انتخاباتو ترسره کیدل ګڼل کیږی .
د ډیموکراسۍ له ادعا کونکو هیوادونو سره په پرتله په ایران کښې د انتخاباتو په بیلابیلو پړاونو کښې دخلکو د ګډون اندازه ددې ښودنه کوی په ایران کښې په سیاسی برخلیک کښې دګډون لپاره دخلکو لیوالتیا له نورو هیوادونو ډیره زیاته ده .
()
دایران دګیر چاپیر هیوادونو د سیاسی نظامونو په یوې کلی جمع بندۍ کښې په محدوده سویه سیاسی ګډون او فعالیت لیدلی شو .
په حقیقت کښې د سیاسی پراختیا ګرافونه یا نشته او که چیرې وی هم نو شمیر یې کم او وده یې هم په حقیقی معنا سسته او له ډیر ځنډ او زیاتو نیمګړتیاو سره یوځاې ده .