په ایران کښې انتخابات د خلقو د اتحاد او ملی اقتدر علامت دے
May 15, 2017 15:55 Asia/Kabul
د ایران د قضائی قوې مشر وویل:د ایران په اسلامی جمهوریت کښې انتخابات د خلقو د یووالی، ازادۍ او د ملی امنیت، اعتماد او اقتدار علامت د ے.
آیت ا... صادق آملی لاریجانی نن په تهران کښې د قضائی چارواکو په یو لوړه غونډه کښې وویل: انتخابات د اسلامی جمهوریت او د ایران د ټول ولس لپاره یوه برخلیک ټاکونکې چاره ده، ځکه چې د رائې صندوقونو ته حاضرېدل د ایران ملی امنیت او اقتدار ته وده ورکوی.
آیت ا... صادق آملی لاریجانی د روانې مۍ میاشتې په نولسمه نېټه د جمعې په ورځ په انتخاباتو کښې د ایران د خلقو پراخه ګډون باندې په تاکید سره څرګنده کړه:دغه انتخابات د دښمنانو په مقابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت توان زیاتوی او د هغوی دسیسې شنډوی.