امریکا باید په سوریې کښې پوځی شتون ونلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65821-امریکا_باید_په_سوریې_کښې_پوځی_شتون_ونلری
زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی په دې خبرې سره چې امریکا باید په سوریې کښې د فرات په ختیځ کښې شتون ونلری ټینګار وکړ د مقاومت جبهه اجازه نه ورکوی ناټو په مینځنی ختیځ کښې اډه ولری .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 18, 2018 05:47 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې د امریکا دپوځي اډو  جوړول  د ترهګرۍ دنوي څپې د رامینځته کیدا او د تکفیري ډلو د پیاوړتیا سبب  کیږي .
    په سوریې کښې د امریکا دپوځي اډو جوړول د ترهګرۍ دنوي څپې د رامینځته کیدا او د تکفیري ډلو د پیاوړتیا سبب کیږي .

زمونږ خبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی په دې خبرې سره چې امریکا باید په سوریې کښې د فرات په ختیځ کښې شتون ونلری ټینګار وکړ د مقاومت جبهه اجازه نه ورکوی ناټو په مینځنی ختیځ کښې اډه ولری .

علی اکبر ولایتی چې د اسلامی وحدت د عراقی ټولنې په غونډې کښې د ګډون لپاره بغداد ته تللی دی پرون د عراق د  ولسمشر له لومړی مرستیال نوری مالکی سره په کتنې کښې په سیمه کښې دامریکا د تفرقې اچولو او د هیوادونو د ویشلو پلانونو ته په  اشارې سره وویل دمقاومت جبهه باید په سوریې کښې دفرات په ختیځ کښې د امریکا د سوکه سوکه ددیره کیدا مخه ونیسی .

ولایتی په دې خبرې ټینګار سره چې ایران تر اخره د عراق د ملت او د حکومت په څنګ کښې ولاړ دی وویل دداعش په وړاندې د مقاومت د جبهې له بریالیتوب وروسته باید له مخکې څخه زیات دسیمې د حالاتو په اړه ځیر ووسو .

دعراق د ولسمشر لومړی مرستیال نوری مالکی هم په دغه کتنې کښې په سیمه کښې د مقاومت دجبهې د راتلونکی او د ستراتیژیو په اړه د شننې په وړاندې کولو سره وویل امریکا هڅه کوی په عراق کښې دځان لپاره یو(۱)ځاې پیدا کړی .

نوری مالکی په دې خبرې سره چې دعراق حکومت د مقاومت دجبهې دنورو غړیو په شان  باوری دی باید امریکا ته اجازه ورنکړل شی چې په سوریې کښې دفرات په ختیځ کښې دیره شی وویل په سوریې کښې د امریکا دپوځی اډو  جوړول  د ترهګرۍ دنوی څپې د رامینځته کیدا او د تکفیری ډلو د پیاوړتیا سبب  کیږی چې اصلی هدف یې د مقاومت دجبهې په تیره بیا د ایران کمزوری کول دی .

دعراق د ولسمشر لومړی مرستیال نوری مالکی په دې خبرې  سره چې دهیواد خلک اجازه نه ورکوی چې امریکا په دغه هیواد کښې پوځی شتون ولری وویل دعراق خلک حتی که چیرې بې وزله هم وی چمتو نه دی د هیواد خپلواکۍ او ملی واکمنۍ ته تاوان ورسیږی .