د ایران د کب د ۲ نیټې مطبوعات
افغانستان ته د هندوستان د ټرانزیټی غنمو پینځمې کشتۍ دایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار په شهید بهشتی بندر کښې لنګر واچوه .
جمهوری اسلامی
د تهران د پاسدارانو په کوڅه کې نارامئ ختمې شوې . د ایران د پولیسو ویندوی سعید منتظر المهدی وویل دوکه خوړلیو او د امنیت او نظم ګډوډونکیو عواملو له یوه بس په استفادې سره په یوه خبیثانه اقدام کې د ایران هغه درې پولیس چی د تهران په پاسدارانو واټ کې د امنیت د سمولو لپاره موجود وو ، شهیدان کړل .
ده همداراز د دې خبرې په کولو سره چی د دغه جنایت عاملان نیول شوی دی جوته کړه د تهران په پاسدارانو واټ کې همدا اوس حالات ارامه او د پولیسو په کنټرول کی دی او سیمه له دوکه خوړلیو او امنیت او نظم ګډونکیو عواملو په بشپړه پاکه شوی ده .
د ایران د پولیسو ویندوی سعید منتظر المهدی وویل پولیسو څه د پاسه درې سوه هغه کسان چی عمومی نظم یې خرابول ، نیول شوی دی .
د د ایران د پولیسو ویندوی جوته کړه د تهران د پاسدارانو په واټ کی د امنیت او ارامښت د ټینګولو لپاره د امنیتی عسکرو په عملیاتو کې درې پولیس او دوه بسیجیان شهیدان شوی دی او په دغو عملیاتو کې کابو دیرش ماموران او یو شمیر بلوه ګر هم ژوبل شوی دی .
د ایران د اسمان د هوایی شرکت د نسکورې شوی الوتکې ټوټې پیدا شوی دی .
په ملګروملتونو کښې دایران د اسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو وویل دامیت شورا بایکاټونه باید د وروستۍ چارې او دروښانه سندونو په شتون سره ولګول شی او دغه بندیزونه باید د غلطو اطلاعاتو او ګمانونو پراساس ونه لګول شی .
افغانستان ته د هندوستان د ټرانزیټی غنمو پینځمې کشتۍ دایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار په شهید بهشتی بندر کښې لنګر واچوه .
د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف په ماسکو کښې د روسیې له خارجه وزیر سرګی لاوروف سره په ګډ خبرې کانفرنس کښې وویل اسلام اباد په ټولو زمینو کښې له ماسکو سره اړیکو ته اهمیت ورکوی .
د امریکا د سیاسی علومو ۲۰۰ لوړ رتبه کارپیژاندو ټرمپ د دغه هیواد تر ټولو بد ولسمشر معرفی کړ .
اطلاعات
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی له خپل ترکیه ای هم څنګ سره په ټیلی فونی تماس کی وویل اجازه ورنکړو چی ترهه ګرې ډلې بیا ځان پیاوړی کړی .
د ایران خارجه وزیر ظریف او دروسیې خارجه وزیر لاوروف امریکا د سوریې کړکیچ ته له لمن وهلو منعه کړه .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی قاسمی وویل د ایران توغندوی پروګرام دفاعی دې .
د اماراتو او عربستان شل عسکر د یمن د انصار ا... د عسکرو په لاس هلاک شول .
د افغانستان د پوځ په عملیاتو کی د طالبانو ۳۰ بندیان خوشی کړې شول .
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر علامه ناصر عباس جعفری سعودی عربستان ته دعسکرو استول د هیواد له کورنیو حالاتو او سیاستونو سره په تضاد کښې وبلل .
پاکستان له روسیې سره داړیکو پراخول غواړی . د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف په ماسکو کښې د روسیې له خارجه وزیر سرګی لاوروف سره په ګډ خبرې کانفرنس کښې وویل اسلام اباد په ټولو زمینو کښې له ماسکو سره اړیکو ته اهمیت ورکوی .
هغه وویل له روسیې سره دپاکستان اړیکې دګټو، احترام ، متقابل درک ، او دنشه ایزو موادو له قاچاق او ترهګرۍ سره د مبارزې او د پراختیا ، ثبات او د صلحې په شمول په مهمو نړیوالو اوسیمه ییزو مسایلو کښې د غږملتیا پراساس دی .
دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف دغه راز ټینګار وکړ دافغانستان په جنګ کښې دامریکا اولس کلن پوځی شتون هیڅ بریا نه ده لرلی او په دغه جنګ کښې د واشنګټن ستراتیژۍ ماتی خوړلی ده . هغه وویل دافغانستان کړکیچ یوازې دخبرو له لارې د حل وړ دی .
دخواجه اصف وویل په پاکستان د ترهګرۍ د ټپې د وهلو لپاره دامریکا هڅه ناکامه شوی ده او زیاته یې کړه چې په پاریس کښې د فیننشل ایکشن ټاسک فورس په غونډې کښې د پاکستان پرضد د پریکړه لیک د تصویبیدا په اړه فیصله ونشوه او دغه چاره دریومیاشتو ته وځنډول شول .
امریکا غوښتل چې دپاکستان نوم دترهګرو ډلو دملاتړو هیوادونو په فهرست کښې شامل کړی او انګلستان هم په دې زمینه کښې دامریکا ملګری وو او فرانسې او جرمنی هم د امریکا ملاتړ کاوه .
خواجه اصف دخبرو اترو له لارې دکشمیر په شمول له هندوستان سره د اختلافاتو دحل کولو لپاره دخپل هیواد چمتووالی اعلان کړی .
د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف هم په دغه خبری غونډه کښې وویل ماسکو په افغانستان کښې دداعش ډلې په نفوذ او پیاوړتیا ډیر اندیښمن دی .
هغه وویل اسلام اباد او ماسکو دافغانستان د حالاتو په اړه ګډې اندیښنې لری او ترهګرۍ، دنشه ایزو موادو د تولید زیاتیدل او دترهګرۍ دمالی تامین لپاره دنشه ایزو موادو له پیسو او عاید څخه استفاده په دغو اندیښنو کښې راځی .
کیهان
د اسمان د هوایی شرکت د نسکوری شوی الوتکی ټوټې پیدا شوی دی او د مړیو د انتقال لپاره عملیات روان دی .
صهونیسټی رسندویو له ایران سره د مقابلې لپاره له تکفیریانو د اسرایلو په ملاتړ اعتراف وکړ .
د ګناباد خلکو په تهران کی له بلوه ګرو درویشانو د برایت اعلان وکړ .
سید حسن نصر ا... د لبنان د پارلیمانی انتخاباتو لپاره د حزب ا... لیسټ خپور کړ .
میانمار ته د ملګرو ملتو پخوانی ځانګړیب استازی وویل میرمن انګ سان سوچی جنګی جنایتکاره ده باید محاکمه شی .
د سیمه ایزو مسلو پر سر له بن سلمان سره د عربستان د باچا اختلافات زیات شول .
محصلینو د ځان د امنیت د نه درلړودلو په اعتراض کی د سپینې ماڼۍ په وړاندی پرلاتې ووهلې .
مصر له اسراییلو سره ستر ګازی تړون وکړ او نتانیاهو وویل چی نن زمونږ لپاره دعید ورځ ده .
د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر له ایرانه د پانګونې کولو غوښتنه وکړه .
دامنیت شورا بندیزونه باید د غلطو اطلاعاتو پراساس نه وی . په ملګروملتونو کښې دایران د اسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو وویل دامیت شورا بایکاټونه باید د وروستۍ چارې او دروښانه سندونو په شتون سره ولګول شی او دغه بندیزونه باید د غلطو اطلاعاتو او ګمانونو پراساس ونه لګول شی .
هغه د ملګروملتونو د منشور دکمیټۍ په غونډې کښې د اختلافاتو په صلح ایز ډول د حل کیدا او دنړیوال امنیت او دصلحې په زمینه کښې دایران داسلامی جمهوریت د دریځونو په بیانولو سره وویل دامنیت شورا هغه بایکاټونه چې د امنیت شورا د ځینو دائمی غړیوهیوادونو په سیاسی نفوذ یا انګیزې سره وی غیر قانونی او ناجایز دی .
په ملګروملتونو کښې دایران دائمی استازی غلامعلی خوشرو ډاګینه کړه امنیت شورا د بایکاټونو دلګولو په وخت باید د ملګروملتونو په منشور یا نړیوالو حقوقو او قوانینو کښې په نظر کښې له نیول شویو اختیاراتو او صلاحیتونو مخکې لاړ نشی .
هغه په یوه اړخیزه بایکاټونو نیوکې سره دا ډول اقدامات له اخلاقی نظره غلط او د نا توجیه وړ وبلل چې په خپل وار سره دنړیوالو حقوقو قواعد یې له مشکل سره مخ کړی او د بشری حقوقو قواعدو او دهیوادونو د پراختیا د حق خلاف ورزۍ یې کړی ده .
په ملګروملتونو کښې دایران استازی په دې خبرې سره چې دخواشینۍ خبره ده چې د ډول غلط اقدامات دامریکا حکومت پیل کړی دی وویل په ظاهره دامریکا حکومت ددا ډول بایکاټونو دلګولو په نشې بوخت شوی او واشنګټن بایکاټ د خپلو ګټو په تعقیبولو کښې د بهرنی سیاست دیوه اوزار په توګه ګڼی .