د ایران د کب د ۲ نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66019-د_ایران_د_کب_د_۲_نیټې_مطبوعات
افغانستان ته د هندوستان د ټرانزیټی غنمو پینځمې کشتۍ دایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار په شهید بهشتی بندر کښې لنګر واچوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2018 10:00 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د ۲ نیټې مطبوعات

افغانستان ته د هندوستان د ټرانزیټی غنمو پینځمې کشتۍ دایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار په شهید بهشتی بندر کښې لنګر واچوه .

 

جمهوری اسلامی

د تهران د پاسدارانو په کوڅه کې نارامئ ختمې شوې . د ایران د پولیسو ویندوی سعید منتظر المهدی وویل دوکه خوړلیو او د امنیت او نظم ګډو‌ډونکیو عواملو له یوه بس په استفادې سره په یوه خبیثانه اقدام کې د ایران هغه درې پولیس چی د تهران په پاسدارانو واټ کې د امنیت د سمولو لپاره موجود وو ، شهیدان کړل .

ده همداراز د دې خبرې په کولو سره چی د دغه جنایت عاملان نیول شوی دی جوته کړه د تهران په پاسدارانو واټ کې همدا اوس حالات ارامه او د پولیسو په کنټرول کی دی او سیمه له دوکه خوړلیو او امنیت او نظم ګډونکیو عواملو په بشپړه پاکه شوی ده  .

د ایران د پولیسو ویندوی سعید منتظر المهدی وویل  پولیسو  څه د پاسه درې سوه  هغه کسان چی عمومی نظم یې خرابول ، نیول شوی دی  .

د د ایران د پولیسو ویندوی جوته کړه د تهران د پاسدارانو په واټ کی د امنیت او ارامښت د ټینګولو لپاره د امنیتی عسکرو په عملیاتو کې  درې پولیس او دوه بسیجیان شهیدان شوی دی  او په دغو عملیاتو کې کابو دیرش ماموران او یو شمیر بلوه ګر هم ژوبل شوی دی .

د ایران د اسمان د هوایی شرکت  د نسکورې شوی الوتکې ټوټې پیدا شوی دی .

په ملګروملتونو کښې دایران د اسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو وویل دامیت شورا بایکاټونه باید د وروستۍ چارې او دروښانه سندونو په شتون سره ولګول شی او دغه بندیزونه باید د غلطو اطلاعاتو او ګمانونو پراساس ونه لګول شی .

افغانستان ته د هندوستان د ټرانزیټی غنمو پینځمې کشتۍ دایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار په شهید بهشتی بندر کښې لنګر واچوه .

د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف په ماسکو کښې د روسیې له خارجه وزیر سرګی لاوروف سره په ګډ خبرې کانفرنس کښې وویل اسلام اباد په ټولو زمینو کښې له ماسکو سره اړیکو ته اهمیت ورکوی .

د امریکا د سیاسی علومو ۲۰۰ لوړ رتبه کارپیژاندو ټرمپ د دغه هیواد تر ټولو بد ولسمشر معرفی کړ .

 

اطلاعات

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی له خپل ترکیه ای هم څنګ سره په ټیلی فونی تماس کی وویل اجازه ورنکړو چی ترهه ګرې ‌ډلې بیا ځان پیاوړی کړی .

د ایران خارجه وزیر ظریف او دروسیې خارجه وزیر لاوروف امریکا د سوریې کړکیچ ته  له لمن وهلو منعه کړه .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی قاسمی وویل د ایران توغندوی پروګرام دفاعی  دې  .

د اماراتو او عربستان شل عسکر د یمن د انصار ا... د عسکرو په لاس  هلاک شول .

د افغانستان د پوځ په عملیاتو کی د طالبانو ۳۰ بندیان خوشی کړې شول .

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر علامه ناصر عباس جعفری سعودی عربستان ته دعسکرو استول د هیواد له کورنیو حالاتو او سیاستونو سره په تضاد کښې وبلل .

پاکستان له روسیې سره داړیکو پراخول غواړی . د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف په ماسکو کښې د روسیې له خارجه وزیر سرګی لاوروف سره په ګډ خبرې کانفرنس کښې وویل اسلام اباد په ټولو زمینو کښې له ماسکو سره اړیکو ته اهمیت ورکوی .

هغه وویل له روسیې سره دپاکستان اړیکې دګټو، احترام ، متقابل درک ، او دنشه ایزو موادو له قاچاق او ترهګرۍ سره د مبارزې او د پراختیا ، ثبات او د صلحې په شمول په مهمو نړیوالو اوسیمه ییزو مسایلو کښې د غږملتیا پراساس دی .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف دغه راز ټینګار وکړ دافغانستان په جنګ کښې دامریکا اولس کلن پوځی شتون هیڅ بریا نه ده لرلی او په دغه جنګ کښې د واشنګټن ستراتیژۍ ماتی خوړلی ده . هغه وویل دافغانستان کړکیچ یوازې دخبرو له لارې د حل وړ دی .

دخواجه اصف وویل په پاکستان د ترهګرۍ د ټپې د وهلو لپاره دامریکا هڅه ناکامه شوی ده او زیاته یې کړه چې په پاریس کښې د فیننشل ایکشن ټاسک فورس په غونډې کښې د پاکستان پرضد د پریکړه لیک د تصویبیدا په اړه فیصله ونشوه  او دغه چاره دریومیاشتو ته وځنډول شول .

امریکا غوښتل چې دپاکستان نوم دترهګرو ډلو دملاتړو هیوادونو  په فهرست کښې شامل کړی او انګلستان هم په دې زمینه کښې دامریکا ملګری وو او فرانسې او  جرمنی هم د امریکا ملاتړ کاوه .

خواجه اصف دخبرو اترو له لارې  دکشمیر په شمول له هندوستان سره د اختلافاتو دحل کولو لپاره دخپل هیواد چمتووالی اعلان کړی .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف هم په دغه خبری غونډه کښې وویل ماسکو په افغانستان کښې دداعش ډلې په نفوذ او پیاوړتیا ډیر اندیښمن دی .

هغه وویل اسلام اباد او ماسکو دافغانستان د حالاتو په اړه ګډې اندیښنې لری  او ترهګرۍ، دنشه ایزو موادو د تولید زیاتیدل او دترهګرۍ دمالی تامین لپاره دنشه ایزو موادو له پیسو او عاید څخه استفاده په دغو اندیښنو کښې راځی .

 

کیهان

 

د اسمان د هوایی شرکت د نسکوری شوی الوتکی ټوټې پیدا شوی دی او د مړیو د انتقال لپاره عملیات روان دی .

صهونیسټی رسندویو  له ایران سره د مقابلې لپاره  له تکفیریانو د اسرایلو په ملاتړ اعتراف وکړ .

د ګناباد خلکو  په تهران کی له بلوه ګرو درویشانو د برایت اعلان وکړ .

سید حسن نصر ا... د لبنان د پارلیمانی انتخاباتو لپاره د  حزب ا... لیسټ  خپور کړ .

میانمار ته د ملګرو ملتو پخوانی ځانګړیب استازی وویل میرمن انګ سان سوچی جنګی جنایتکاره ده باید محاکمه شی .

د سیمه ایزو مسلو پر سر  له بن سلمان سره د عربستان د باچا اختلافات زیات شول .

محصلینو د ځان د امنیت د نه درلړودلو په اعتراض کی د سپینې ماڼۍ په وړاندی پرلاتې ووهلې .

 مصر له اسراییلو سره ستر ګازی تړون وکړ او نتانیاهو وویل چی نن زمونږ لپاره دعید ورځ ده .

د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر له ایرانه د پانګونې کولو غوښتنه وکړه .

 

دامنیت شورا بندیزونه باید د غلطو اطلاعاتو پراساس نه وی . په ملګروملتونو کښې دایران د اسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو وویل دامیت شورا بایکاټونه باید د وروستۍ چارې او دروښانه سندونو په شتون سره ولګول شی او دغه بندیزونه باید د غلطو اطلاعاتو او ګمانونو پراساس ونه لګول شی .

هغه د ملګروملتونو د منشور دکمیټۍ په غونډې کښې  د اختلافاتو په صلح ایز ډول د حل کیدا او دنړیوال امنیت او دصلحې په زمینه کښې دایران داسلامی جمهوریت د دریځونو په بیانولو سره وویل دامنیت شورا هغه بایکاټونه چې د امنیت شورا د ځینو دائمی غړیوهیوادونو په سیاسی نفوذ یا انګیزې سره وی غیر قانونی او ناجایز دی .

په ملګروملتونو کښې دایران دائمی استازی غلامعلی خوشرو ډاګینه کړه امنیت شورا د بایکاټونو دلګولو په وخت باید د ملګروملتونو په منشور یا نړیوالو حقوقو او قوانینو کښې په نظر کښې  له نیول شویو اختیاراتو او صلاحیتونو مخکې لاړ نشی .

هغه په یوه اړخیزه بایکاټونو نیوکې سره دا ډول اقدامات له اخلاقی نظره غلط او د نا توجیه وړ وبلل چې په خپل وار سره دنړیوالو حقوقو قواعد یې له مشکل سره مخ کړی او د بشری حقوقو قواعدو  او دهیوادونو د پراختیا د حق خلاف ورزۍ یې کړی ده .

په ملګروملتونو کښې دایران استازی په دې خبرې سره چې دخواشینۍ خبره ده چې د ډول غلط اقدامات دامریکا حکومت پیل کړی دی وویل په ظاهره دامریکا حکومت ددا ډول بایکاټونو دلګولو په نشې بوخت شوی او واشنګټن بایکاټ د خپلو ګټو په تعقیبولو کښې د بهرنی سیاست  دیوه اوزار په توګه ګڼی .