د ایران د کب د ۶ نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66283-د_ایران_د_کب_د_۶_نیټې_مطبوعات
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دایران ملت په سیمه کښې د ولسواکۍ مخکښ ، د تمدنونو روزونکی او د تمدن جوړونکی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2018 09:26 Asia/Kabul
  • د ایران د کب د ۶ نیټې مطبوعات

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دایران ملت په سیمه کښې د ولسواکۍ مخکښ ، د تمدنونو روزونکی او د تمدن جوړونکی وباله .

 

جمهوری اسلامی

 

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير وويل د امنيت د ټينګښت او د زمکنۍ بشپړتيا لپاره د ايران د سترګې بهر ته نه دي بلکه خپل د ايثار او شهادت کلتور ته دي .

امریکا غوطه شرقی ته د داعشیانو د انتقالولوهڅه کوی . د سوریې دحکومت مخالفانو ته اړونده د بشری حقوقو دمرکز مشر احمد خازم اعتراف وکړ امریکا غواړی دداعش او د نورو تکفیری ترهګرو ډلو غړی  التنف سیمې او بیا غوطه شرقی ته انتقال کړی چې له ترهګرو د دغه سیمې دپاکولو لپاره د سوریې دپوځ پلان ناکامه کړی .

دلبنان المیادین ټیلی ویژن هم د سوریې د کړکیچ دسیاسی حل لپاره د خبرو د بهیر د ناکامولو په هدف سره په ریف دمشق کښې دغوطه شرقی د حالاتو په اړه د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا دامریکا د رسندیوجنجال ته په اشارې سره وویل دداعش له نابودۍ وروسته په سوریې کښې دامریکا هدفونه په دوو مسلو یعنی د فرات  سیند  ختیځ په ساحل کښې په پاتې کیدا سره د جنګ اوږدول او  ددغه هیواد د ویشلو لپاره په هڅې سره خلاصه شوی دی .

د پاکستان نوم د ترهه ګرو د ملاتړو هیوادونو په لیست کې ورزیات شو .

 په سوریه او عراق کې د امریکایی عسکرو د دامی شتون لپاره د ټرمپ پروګرام په  ډاګه شو .

د لبنان دحزب ا... مشر سید حسن نصر ا... د پارلیمانی انتخاباتو لپاره د حزب ا... پروګرامونه اعلان کړل .

قدس شریف ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په اړه د دغه هیواد د حکومت د فیصله په پراخه توګه وغندل شوه .

د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن مشر وويل په برجام د ايران د پابندۍ په اړه يو ځل بيا د ايران د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس رپوټ د امريکې په غير واقعي او سياسي ادعاګانو د بطلان کرښه راکښله .

 

اطلاعات

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دایران ملت په سیمه کښې د ولسواکۍ مخکښ ، د تمدنونو روزونکی او د تمدن جوړونکی وباله .

د یمن د انصار ا... په مارب کې د عربستان د قوماندانۍ په مرکز په توغندوی حمله کې ۵۰ عربستانی ګوډاګیان مړه او ۱۴۰ هم ژوبل شوی دی .

 

د انګلستان ډیلی میل ورځپاڼې راپور ورکړی د اروپایی اتحادیې سرحدی اژانس په عراق او سوریې کښې دداعش ترهګرې ډلې له ماتی وروسته دغه اتحادیې ته د څه دپاسه زرو داعشی ښځو د بیرته ستنیدا په اړه خبرداری ورکړ . دغه ورځپاڼه لیکی د داعش ترهګرې ډلې له ماتی او دهغې د قلمرو له مینځه تلو وروسته له زروښځو جوړه یوه ډله داعشیان لویدیځو هیوادونو ته دستنیدا په حال کښې دی   چې دغه چاره د ویرې او ټرور دنوی څپې خطر لری

له دغو ښځو سره یوځاې چې ډیلی میل ورځپاڼې هغه دداعش دناوی په توګه یاد کړی دی ګڼ شمیر ماشومان هم اروپایی هیوادونو ته روان شوی دی .

د اروپایی اتحادیې د سرحدی اژانس د اعلان پراساس  دلویدیځو هیوادونو له پینځوزروترهګرو څخه چې په عراق ، لیبیا او سوریې کښې له داعش ډلې سره یوځاې شوی وو دیرش فیصده لویدیځو هیوادونو ته ستانه شوی دی او پاتې نور داعش غړی هم له مینځنی ختیځ هیوادونو څخه  د سوکه سوکه وتلو په حال کښې دی .

خپلو اصلی هیوادونو ته د ترهګرو د بیرته دستنیدا د خطر په اړه د لویدیځو هیوادونو اندیښنه په داسې حال کښې ده چې اکثره اروپایی هیوادونه او دغه راز امریکا او ځینې عرب هیوادونه په تیرو څو کلونو کښې د سوریې او دعراق په شمول دنړۍ په بیلابیلو هیوادنو کښې د داعش په شان دترهرګو ډلو د وسلو او پیسو اصلی تامینونکی دی .

د سوریې خلکو په حلب ولایت کښې دعفرین سیمې په یوه میدان کښې په غونډې سره په دغه ښار د ترکیې د پوځی تیری په دوم اعتراض وکړ .

د کیوبا د پیوستون او د دوستۍ غورځنګ د امریکا له لاسوهونکو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د دواړو هیوادونو په اتحاد ټینګار وکړ.

 

کیهان

 

په امریکا کې د ټرمپ له راتلو وروسته په دغه هیواد کې د کډوالو نیول ۴۳ فیصده زیات شوی دی .

د انصار ا... غورځنګ په توغندوی حمله کې  په مارب کې د سعودی ایتلاف د پټریاټ توغندویو پلیټ فارم او قوماندانۍ مرکز تباه شو .

د بشری حقوقو څارونکی  اداره وایی د میانمار پوځ  د مسلمانانو ۵۵ کلی له خاوره سره خاورې کړی دی .

تل ابیب وایی  په غوای میاشت کی د پلازمینې انتقال ترسره کیږی ، خو مقاومت ویلی دی چی اجازه نه ورکوو .

جنوبی کوریا ویلی دی چی د شمالی کوریا د بې وسلې کولو لپاره ۲۵ کلونو هڅې ماته خوړلی ده .

حماس  د عربستان خارجه وزیر الجبیر د فلسطینی مقاومت دښمن او د صیهونیسټ رژیم د ګټو ملاتړې وباله .

د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصر ا... د لبنان او حزب ا... پرضد د امریکا د نوی دسیسې په اړه خبرداری ورکړ  . سیدحسن نصر الله په سیمه کښې د امریکا او دهغې دمتحدانو د پلان ماتی ته په اشارې سره وویل زمونږ ترټولو مهمه بریا د مقاومت ملاتړ دی . هغه ټینګار وکړ په سیمه کښې د امریکا او د هغې دمتحدانو د پلان او د داعش ډلې له ماتی وروسته دښمن د مقاومت پرضد د دسیسې دجوړولو هڅه کوی .

حسن نصر الله لبنان ته د امریکا د باندنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل کله چې ریکس ټیلرسن بیروت ته راځی باید ووایو  له دغه سفر دهغه هدف یوازې سمندری سرحدونو ته اړونده مسایل نه دی بلکې هغه له حزب الله سره د مقابلې کوشش کوی .

دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله وویل که چیرې اسرائیل نن سبا له کوم شی نه ویریده نو دسیمې دتیلو نهمه نل لیکه به یې په کار اچوله او د لبنان دتیلو په حقونو به یې هم  خیټه اچوله .

 هغه دغه راز د حزب الله له متحدانو وغوښتل د بهرنیو او د کورنیو دسیسو په وړاندې د مقاومت په ملاتړ کښې ودریږی .

د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر اویګدور لیبرمین څه موده مخکې ادعا کړی وه د لبنان دګازو او د تیلو نهمه څا له دغه رژیم سره اړه لری .