روحاني: که د سترو قوتونو په مخکې ذليل شوو نو هيڅ کله نه شوو کاميابېدې
دايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې د يو ملت لپاره عزت، عظمت او آبرو له څه زياته اوچته چاره ده وويل: که يو ثروتمن او زيات نفوس لرونکے ملت ولروو خو د يو ستر قوت په وړاندې ذليل اوسوو نه هيڅ کله کاميابېدې نه شوو.
ولسمشر حسن روحاني پرون ماښام د خرمشهر د فتحې د شهيدانو د مخصوصو ايثارګرانو د قدرونې په کنګره کښې چې په تهران کښې د خرمشهر د ازادېدو د کليږې يعنې د غبرګولي د مياشتې له دريمې نېټې سره په يو وخت وشول دې ته په اشارې سره چې د امريکې ولسمشر د سعودي خلق شودې ورکونکې غواګانې بولي او په بې شرمۍ سره وائي چې پکار دي وې لشو،وويل: د يو ملت لپاره سرمايه او ژوند کول ارزښت لري خو له دې نه اوچته چاره د يو ملت مقام او عزت دے.
ډاکټر روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې که جنګياليو د اسلام او د ايران د اسلامي جمهوريت له پولو او حېثيت څخه دفاع نه کولې نو نن معلومه نه وه چې په کومو حالاتو او کوم ځاے کښې به پراتۀ وو، زياته کړه، په وروستيو څو کلونو کښې مو وليدل چې يو شمېر ترهه ګرو په عراق او سوريې کښې د خلقو له سر، مال او ناموس سره څه لوبې وکړې.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر واضحه کړه، نن د ايران ملت په نړۍ کښې د يو لوے او د قدر وړ ملت په توګه مطرح دے، ځکه چې په يوازې ځان په خداے پاک باندې په تکيه کولو او له پېغمبراکرم (ص) او د هغه حضرت د خاندان له پاکو امامانو سره په توسل سره د دښمن په وړاندې ټينګ اودرېد او دفاع يې وکړه.
ولسمشر روحاني د دې په بيانولو سره چې د مقدسې دفاع په دوران کښې هيڅ بلې ورځې د ايران خلق د خرمشهر د ازادۍ د ورځې په شان خوشحاله نه کړل، وويل: د غبرګولي د مياشتې د دريمې نېټې پېغام دا دے چې دنيا د خرمشهر په فتح کولو سره ومنله چې ايران ماتې نه خوړونکے دے.
پرون د غبرګولي د مياشتې دريمه نېټه يا د مۍ څلوريشتمه نېټه په ۱۹۸۲ کال کښې د ايران د خرمشهر ښار د ازادېدو کليزه وه.