د ایران ولس به د ظالمانه دباؤنو په وړاندې تسلیم نه شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني بیګا ماښام د کلتور او هنر له خاوندانو سره په مخلصانه کتنه کښې وویل: د ایران ولس به د ناځوانمردانه، ظالمانه او د نړیوالو اصولو خلاف دباؤنو په وړاندې تسلیم نه شي.
ولسمشر حسن روحاني په دغه کتنه کښې په برجام (ایټمي موافقه) کښې پر خپلو ژمنو د ایران پایبندۍ ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران ولس د یو داسې حکومت په وړاندې راغلی چې د خپل تړون او لاسلیک خلاف ورزي یې کړې ده. هغه څرګنده کړه: باید نړۍ ته یو منسجم، یو موټی او باتور ولس وښایو.
ډاکټر روحاني د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د سیمې د ځینو هیوادونو او یوشمیر سترو قدرتونو دریځونو ته په اشارې سره وویل: نن سبا د نړۍ زیاتره هیوادونه ایران په حقه ګڼي او دا ویاړ به په تاریخ کښې تل پاتې شي.
د اسلامي ایران ولسمشر د کلتور، ژبې او هنر له قدرته استفاده او غږملتیا او یووالی د خلکو د بریالیتوب زمینه برابرونکی وباله او زیاته یې کړه: د ایران ولس به د ستونزو په وړاندې خامخا بریالی شي.