د ایران او پاکستان ولسمشرانو د شنګهاي غونډې ترڅنګ ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72948-د_ایران_او_پاکستان_ولسمشرانو_د_شنګهاي_غونډې_ترڅنګ_ملاقات_وکړ
د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریتونو ولسمشرانو نن په چین کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د اتلسمې غونډې ترڅنګ په خپلو کښې ملاقات او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2018 05:59 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان ولسمشرانو د شنګهاي غونډې ترڅنګ ملاقات وکړ

د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریتونو ولسمشرانو نن په چین کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د اتلسمې غونډې ترڅنګ په خپلو کښې ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني او د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په دغه کتنه کښې د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا او پياوړتیا ټینګار وکړ او د دواړو لورو د علاقې وړ موضوعاتو په باب یې د نظر تبادله وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن ورحاني د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په اتلسمه غونډه کښې د ګډون او وینا لپاره د چین د ولسمشر شي جین پينګ په بلنه پرون دغه هیواد ته تللی دی.

په دغه غونډه کښې چې نن او سبا د چین په جینګ داؤ ښار کښې ترسره کیږي، د اتو غړو او څلورو څارونکو هیوادونو مشران او همداشان د نړیوالو سازمانونو مسئولان شتون لري.

د سیمې امنیت او ثبات، له ترهګرۍ سره مبارزه، بیلتون غوښتنه او افراط پالنه او همداشان د ملګرتیاؤ پراختیا د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په سرمشریزه کښې د خبرواترو موضوعات دي.