د ایران او فرانسې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې اترې وکړې
(last modified Wed, 13 Jun 2018 00:58:45 GMT )
Jun 13, 2018 05:28 Asia/Kabul
  • د ایران او فرانسې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې اترې وکړې

د ایران د اسلامي جمهوریت او د فرانسې ولسمشرانو په یو ټیلیفوني تماس کښې د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو او په ایټمي موافقې پورې د اړوندو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کښې د برجام د ساتنې لپاره د فرانسې په شمول د اروپا له دریځونو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ: دا څرګندونې او خبرپاڼې باید په برجام کښې د پاتې کیدو له ګټو د ایران د برخمنیدو په عملي اقداماتو او لاروچارو سره ملګرې وي.

د ایران ولسمشر د عملي حل لارو د وړاندې کولو لپاره د وخت محدودیت ته په اشارې او په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ډیپلماسۍ دا ستره بریا دې د نورو په یو اړخیزو اقداماتو او لوظ ماتونو سره نابودۍ ته پرې نښودله شي، وویل: که ایران د دې موافقې له امتیازه ګټه پورته نه کړی شي نو عملاً به پکښې پاتې کیدل ناشوني وي.

هغه هیله وښودله چې د ایران په ملتیا د پنځو هیوادونو او اروپايي اتحادیې هلې ځلې ګټه ورې او نتیجه ورکونکې وي.

ولسمشر روحاني همداشان د سوریې په هکله، دې ټکي ته په اشارې سره چې په دغه هیواد کښې د ایراني سلاکارانو شتون د ځینو هیوادونو د پوځیانو د ناروا شتون په اپورټه د سوریې د حکومت په رسمي بلنه او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دی، هیله وښودله چې د سوریې د حکومت او ولس د ملاتړو ځواکونو په ګډو هلوځلو سره په دغه هیواد کښې زرترزره د ترهګرۍ جرړه ووځي او د بهرنیو ځواکونو شتون ته ضرورت پاتې نه شي.

په دغو ټیلفوني خبرواترو کښې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم یوځل بیا په دې ټکي باندې په ټينګار سره چې پاریس پر برجام پایبند دی او د هغه د ساتنې لپاره یې پوره پوره هڅه کړې ده، په ایټمي موافقه کښې د پاتې کیدو له ګټو د ایران د برخمنتیا د جبیرې په لړ کښې د عملي حل لارو او اقداماتو د یوې لړۍ خبر ورکړ.

 

 

 

 

ټیګونه