کوچنی نیکمرغه اختردې ټولومسلمانانوته مبارک وی
په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکی هم د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا د دغه نیکمرغه اختر په درشل کې تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وایوو .
دایران د اسلامی ایران ولسمشرحسن روحانی نن مازدیګرد نیکمرغه وړوکی اختر په مناسبت داسلامی هیوادونو مشرانو ته په جلاجلا پیغامونو کې درستو اسلامی ملتونو ته د اختر دمبارکۍ په وړاندې کولو سره هیله ښودلې د روژې په مبارکې میاشت کې دالهی فرمانونو داطاعت په سیوری کې او د رحمت او مهربانۍ د دغه نیکمرغه اختر په برکت درست اسلامی امت توانیدلی وی ، دفطرت لومړنۍ ورځې پاکۍ اوصفا ته بیرته ستون شی او د انسانی کمال او لوړتیا په لاره کې لازیات ګامونه پورته کړی .
داسلامی ایران ولسمشر ټینګار کړی ، د دغه نیکمرغه اختر له ټولنیزو تعلیماتو څخه په استفادې سره ، له تاؤتریخوالی او افراط پالنې سره په مبارزې کې مسلمانان د لازیات پیوستونو او یوموټی کیدا، په درستې نړۍ کې د سولې اوثبات دټینګیدا او دغه راز د سلطه ګرو دیواړخیز پالنې او بدعهدیو په مقابل کې د درستو مسلمانانو داتحاد او یوموټی کیدا شاهدان ووسو.
ډاکټر حسن روحانی د خپل پیغام په پای کې له خداوندمتعاله د نړۍ د درستو مسلمانانو دنیکمرغۍ اوسرلوړۍ دعا کړې ده .
سبا د زیاتره اسلامی هیوادونو دنیکمرغه کوچنی اختر ورځ لمانځل اعلان کړی دی ، په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکی هم د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا د دغه نیکمرغه اختر په درشل کې تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وایوو .