ټول هیوادونه دې د سپينې ماڼۍ د واکمنانو د زوروینې په وړاندې ودریږي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: نن سبا د ایران تجارتي شریکان، ګاونډیان، مسلمانان، اروپا، روسیه، چین او ټول هیوادونه باید د سپینې ماڼۍ د واکمنانو د زوروینې په وړاندې ودریږي.
ولسمشر حسن روحاني نن د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د نظام د مسئولانو، د مختلفو پرګنو د یوه ډله خلکو او د اسلامي هیوادونو د سفیرانو په کتنه کښې دښمن په روانو حالاتو کښې له تجربې او عقلانیته خالي وباله او ویې ویل: د دښمن نیت دا دی چې نه یوازې د ایران د ولس په وړاندې خپلې ژمنې بلکې خپلې ټولې سیمه ایزې او نړیوالې ژمنې تر پښو لاندې کړي.
حسن روحاني زیاته کړه: د حیرانتیا خبره ده د کوم قدرت چې لاسونه د سیمې له افغانستان، عراق، سوریې او یمنه واخلې تر نورو سیمو پورې د خلکو په وینو ککړ دي، مخ یې د صلحه غوښتنې په نقاب پټ کړی او د مذاکرې او صلحې خبره کوي او کوم غاصب رژیم چې هره ورځ خلک وژني، دوره ګردۍ ته یې مخه کړې ده څو د ایران له اسلامي نظام او خلکو څخه یوه غلطه او دروغجنه څیره انځوره کړي.
د ایران ولسمشر همداشان په دې خبرې سره چې ایران د معنوي فضا، وحدت، اعتماد او راتلونکي ته د هیلې پياوړتیا ته له مخکښې نه زیات ضرورت لري، څرګنده کړه: د نورو قواؤ په تیره بیا د خلکو ملګرتیا د حکومت ضرورت دی.