د ایران ولسمشر او د پارلیمان مشر د فوټبال ملي ټیم ته مبارکي ورکړه
د ایران ولسمشر او د پارلیمان مشر د فوټبال په نړیوال کپ کښې د ایران د ټیم د بریا مبارکي وویله.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني او د دې هیواد د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني بیګا په جلاجلا پيغامونو کښې د روسیې د نړیوال کپ په سیالیو کښې د مراکش په وړاندې د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې د کامیابۍ مبارکه وویله.
د ایرنا د خبر له مخې ولسمشر روحاني په یو ټویټ کښې ولیکل: په یوې زړه پورې لوبې او بریا سره د ایران د ټول ولس زړونه خوشال شول، لوبغاړو ستاسو منندوې یو.
د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر علي لاریجاني هم څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د اولادونو غیرت او عزت نړیوالو ته څرګند شو چې ټول د ایران د دلاورو ځوانانو د ویاړ زیږونې کتونکي وي.
د ویلو ده چې د ایران د فوټبال ملي ټیم بیګا په روسیه کښې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال په نړیوال جام کښې په خپلې وړومبۍ سیالۍ کښې د مراکش ملي لوبډلې ته د صفر په مقابلې کښې په یو ګول ماتې ورکړه.
د ایران د فوټبال ملي ټیم به د جون په شلمه نیټه له اسپانیا سره سیالي وکړي.