د قطر له امير سره د روحاني خبرې: تهران به هم هغه شان د دوحې ترڅنګه ولاړ وي
(last modified Mon, 18 Jun 2018 12:35:06 GMT )
Jun 18, 2018 17:05 Asia/Kabul
  • د قطر له امير سره د روحاني خبرې: تهران به هم هغه شان د دوحې ترڅنګه ولاړ وي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د قطر له امير سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو له پراختيا څخه په هرکلي سره تاکيد وکړ، له قطر سره د تعلقاتو د پراختيا لپاره هيڅ خنډ موجود نه دے او تهران به هم هغه شان د دوحې ترڅنګه ټينګ ولاړ وي.

ډاکټر حسن روحاني نن له شېخ تميم بن حمد آل ثاني سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې د ناعادلانه محاصرې ‎، دباونو او ګواښونو په وړاندې د قطر د ملت او حکومت مقاومت او ټينګ اودرېدنه د ستائنې وړ وبلله او وې ويل: د ايران اسلامي جمهوريت د قطر تپل شوې محاصره ناعادلانه او د سيمې د هېوادونو ترمېنځ د لا زياتې تفرقې او تاوتريخوالي سبب بولي.

د ايران ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د تهران سياست، د اختلافاتو د ختمولو لپاره د سيمې له هېوادونو سره تعامل او خبرې دي په سيمه کښې د ثبات او امنيت د ټينګولو لپاره کوشش د سيمې د ټولو ملتونو په ګټه وبلۀ او وې ويل: د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې د ځينو هېوادونو ماجرا لټونکي سياستونه غلط بولي او د دغه چلند دوام بې له شکه د فلسطين، سوريې او يمن په شمول په سيمه کښې موجود مشکلات لا زياتوي.

روحاني همدارنګ دې ته په اشارې سره چې د يمن بحران فوځي حل لاره نه لري په الحُديده بندر وروستے يرغل په يمن کښې د يوې انساني غميزې د رامنځته کېدو سبب وبلله او وې ويل د دغو نښتو دوام د يمن فقيرخلق تر سختو دباوونو لاندې راوستي دي او د ټولو دنده له دغو مظلومو خلقو سره مرسته ده.

د قطر امير هم په دغه ټيلفوني تماس کښې د قطر د محاصرې په مسئله کشې د ايران د اسلامي جمهوريت له دريځونو څخه په قدرونې او په دې باندې په تاکيد سره چې دوحه به دغه دريځونه هيڅکله هېر نه کړي وويل: قطر په سيمه کښې د خبرو اترو له لارې د ټولو اختلافاتو په هواري تاکيد کوي او هيڅ يو هېواد په نورو هېوادونو باندې خپل نظريات نه شي مسلط کولې.

 

ټیګونه