ایران په هوښیارۍ سره د دښمنانو له ټولو دسیسو تیر شوی دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اسلامي انقلاب له بریالیتوب راهیسې د ایران خلاف د امریکې دسیسو ته په اشارې سره وویل: د ایران ولس او نظام په هوښیارۍ او خبرتیا سره په مختلفو وختونو کښې د دښمن له دسیسو اوړیدلی دی.
ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې یوه غونډه کښې په دې خبرې سره چې نړیوال استکبار او صهیونزم د توانمن او پیاوړي اسلامي ایران شتون د خپلو اهدافو لپاره یو ستر ګواښ ګڼي، څرګنده کړه: د ایران ولس چې هر کله د سیمې او نړۍ په کچه یوه ستره بریا ترلاسه کړې دښمنان د ایران د ولس د پیاوړتیا او اغیزشیندنې په وجه د دې ستر ولس په وړاندې دریدلي دي.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایران ولس کلونه کلونه ډیرې لوړې ژورې ګاللې دي او د دښمنانو د دباؤ په وړاندې دریدلی دی، زیاته کړه: امریکایانو د برجام د اجرايي کیدو له وخت څخه هر ډول پلمې ولټولې او خپلې ژمنې یې ماتې کړې څو ایران له دې موافقې وتنې ته مجبور کړی شي، خو په دغې دسیسې کښې یې هم ماتې وخوړله.
ولسمشر روحاني په دې خبرې سره چې د نړۍ د هیوادونه پریکنده اکثریت له برجام (ایټمي موافقې) د امریکې وتل یو غیرقانوني کار او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک او د نړیوالو اصولو خلاف ورزي ګڼي، څرګنده کړه: د ایران مدبّرانه کړچار امریکایان مجبور کړل چې په ډیر ستر تاوان سره له برجامه ووځي. د اسلامي ایران ولسمشر څرګنده کړه: ایرانیان د امریکې دباؤنو ته نه تسلیمیږي او د خپلې خپلواکۍ او ارزښتونو دفاع کوي.