اروپا ته د روحاني سفر د ایران د یوازې کولو د سیاست د ماتې نښه ده
په برن کښې د ایران سفیر سویټزرلینډ او آسټریا ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر راتلونکی سفر په نړیواله کچه د ایران د ځانله کولو لپاره د امریکې د سیاست د ماتې ښودونکی وباله.
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني ټاکل شوې سبا د سویټزرلینډ د ولسمشر الین بِرزِټ په بلنه په دوه ورځني سفر دغه هیواد ته لاړ شي او بیا له هلته نه آسټریا ته سفر وکړي.
په برن کښې د ایران سفیر محمد رضا حاجي کریم جباري نن ایرنا ته په مرکه کښې په دې خبرې سره چې آسټریا او سویټزرلینډ ته د ولسمشر روحاني سفر په نړیواله او د اروپا په کچه د ایران د رول د اهمیت ښودونکی وباله او ویې ویل: تهران همداشان په ټولو سیمه ایزو او نړیوالو اړخونو کښې اغیزشیندونکی او رول لوبونکی شتون لري.
جباري زیاته کړه: سویټزرلینډ ته د روحاني سفر او د دغه هیواد له ولسمشر سره یې کتنه به سربیره پر دې چې د ایران او سویټزرلینډ په اړیکو کښې د بدلانه پيچومی وي، د هغو د ساتنې او پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو هوډ او اراده هم په ډیره لوړه کچه څرګندوي.
په برن کښې د ایران سفیر د روان ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نیټه له برجام (ایټمي موافقې) د امریکې له یواړخیزې وتنې وروسته د سویټزرلینډ د دریځ په هکله هم وویل: سویټزرلینډ د نورو هیوادونو په شان د واشنګټن د اقدام مخالف دی.