د ایران ولس هیڅکله زور او سپکاوي ته نه تسلیمیږي
(last modified Wed, 04 Jul 2018 01:09:08 GMT )
Jul 04, 2018 05:39 Asia/Kabul
  • د ایران ولس هیڅکله زور او سپکاوي ته نه تسلیمیږي

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني وویل: د تاریخ په اوږدو کښې د ایراني ولس پر حقوقو هر تیری په ماتې محکوم پاتې شوی دی.

 

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا په ویانا کښې، په آسټریا کښې د استوګنو ایرانیانو په ټول کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران ولس هیڅکله د زور او سپکاوي په وړاندې نه تسلیمیږي، څرګنده کړه: د تاریخ په اوږدو کښې د ایراني ولس پر حقوقو هر تیری په ماتې محکوم پاتې شوی دی.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني له برجام (ایټمي موافقې) د امریکې غیرقانوني وتنې ته اشاره وکړه او ویې ویل: ټولو ته روښانه ده چې ایران پر خپلو ژمنو په بشپړه توګه وفادار پاتې شوی خو امریکا په دې لړ کښې بدمعاش ډوله کړنلاره لري البته دا بدمعاشي یې یوازې د ایران په وړاندې نه ده بلکې اروپایان، اوه ډله هیوادونه، چین او د نړۍ نور هیوادونه هم پکښې شاملیږي.

ولسمشر روحاني دې ټکي ته په اشارې سره چې نن سبا د امنیت شورا، اروپايي اتحادیې او د نړۍ زیاتره هیوادونه او ولسونه د ایران د اسلامي جمهوریت ترڅنګ ولاړ دي، زیاته کړه: دا حالت به له ایران سره د امریکې مقابله ډیره ګرانه کړي او اسلامي ایران هم هوډمن دی چې د امریکې دسیسې د تل په شان ناکامې کړي ځکه چې د هغوي دریځونه غیرمنطقي، غیرقانوني، ظالمانه او د نړیوالو ژمنو او د امنیت شورا د مصوباتو خلاف دي.

ولسمشر روحاني څرګنده کړه: امریکایان ادعا کوي چې غواړي له نړۍ سره د ایران ارتباطي پلونه مات کړي خو دې موخې ته په رسیدو کښې به هیڅکله کامیاب نه شي.

ولسمشر روحاني وویل: نن سبا زیاترو هیوادونو ویلي دي چې له ایران سره به خپله تجارتي رابطه ساتي او په ژبه او عمل کښې یې له برجامه د وتنې په لړ کښې د امریکې له اقدام او د بندیزونو د ستنولو لپاره یې کوشش سره ملګرتیا نه ده کړې.

 

ټیګونه