امریکا په نړۍ کښې د بشري حقوقو تر ټولو ستره خلاف ورزي کونکې ده
(last modified Wed, 04 Jul 2018 01:13:14 GMT )
Jul 04, 2018 05:43 Asia/Kabul
  • امریکا په نړۍ کښې د بشري حقوقو تر ټولو ستره خلاف ورزي کونکې ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر دې ته په اشارې سره چې امریکا په نړۍ کښې د بشري حقوقو ترټولو ستره خلاف ورزي کونکې ده، وویل: د ایران بایکاټ یو انساني ضده اقدام دی چې درمل، خواړه او د خلکو ژوند یې په نښه کړی دی.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون په برن ښار کښې د سویټزرلینډ له ولسمشر الین بِرسِټ سره یوځاې د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پلاویو په ګډه غونډه کښې څرګنده کړه: د برجام موافقې یو لوظ ماتونکی لوری نه یوازې په غیرقانوني توګه له دغې موافقې وتلی دی بلکې نور لوري هم ګواښي چې په دې موافقه کښې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي.

د ایران ولسمشر د دواړو هیوادونو لخوا لاسلیک شوې هوکړې او د ملګرتیا اسناد او د سوداګرو ګډه اقتصادي غونډه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د تهران او برن د ارادې یوه نښه وبلله او ویې ویل: په ایران کښې د سویس شرکتونو د پانګونې او اقتصادي ملګرتیا د پراختیا لپاره پریمانه ظرفیتونه شته دي.

په دغه غونډه کښې د سویټزرلینډ ولسمشر الین برسټ هم په دې خبرې سره چې له ایټمي موافقې د امریکې وتل له ایران سره د سویټزرلینډ د حکومتي او خصوصي برخو په ملګرتیا هیڅ اغیزه نه کوي، څرګنده کړه: له ایراني تاجرانو سره په ننۍ غونډه کښې د سویټزرلینډ د ۴۰ سترو شرکتونو شتون له ایران سره د اقتصادي اړیکو دوام ته د سویټزرلینډ د هوډ نښه ده.

 

 

ټیګونه