په اسلامي نظام کښې د ډېپلومېسۍ کړنې او ناکړنې د معظم رهبر له نظره
(last modified Sun, 22 Jul 2018 10:57:20 GMT )
Jul 22, 2018 15:27 Asia/Kabul
  • په اسلامي نظام کښې د ډېپلومېسۍ کړنې او ناکړنې د معظم رهبر له نظره

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه اي پرون سحر د سفيرانو، سفارتکارو او د بهرنيو چارو د وزارت د چارواکو په کتنه کښې په حقيقي معنا د ملي ګټو پوره کول او ساتل د بهرني سياست اصلي مقد وبلۀ.

دوي په اسلامي نظام کښې د ډېپلومېسي کړنو او ناکړنو په بيانولو سره وفرمايل: په صحيح انقلابي  روحيې او بېداره او هدفمنې ډېپلومېسۍ سره بهرني تعلقات پراخېدې او د نظام د قدرت عناصر د سياسي او ډېپلومېسي لاسته راوړنو لپاره په يوې اډاڼې بدلېدې شي. ډېپلومېسي يوه هغه قدرتمنه وسيله ده چې په حساسو شېبو او موقعيتونو کښې يې د ايران د ملت له حقانيت څخه په دفاع کښې خپل کارنده توب ثابت کړے دے.

تجربه ښودنه کوي چې مضبوطه ډېپلومېسي د نړيوالو انډولونو او نړيوالو ډګرونو په لوړو ژورو لارو کښې د دښمن له نرم جنګ يا سافت وار سره په مقابله کښې يو اصلي رکن او په نورو الفاظو يو مهم سنګر دے.

په دې اړه چې «که د ايران تېل صادر نه شي نو د سيمې د  هيڅ يو هېواد تېل  به صادر نه شي» په اړه اروپا ته په وروستي سفر کښې د ولسمشر روحاني وېنا ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر اشاره په دې زمينه کښې يوه روښانه نمونه او بېلګه وړاندې کوي. لکه معظم رهبر دغه وېنا مهمه او د نظام د سياست او پالېسۍ برخه وبلله او زياته يې کړه: د خارجه وزارت ذمه واري د ولسمشر د داسې موقف او دريځونو جدي تقيبول دي.

د دغو کړنو او ناکړنو عملي کېدل بې له شکه د دښمنانو د دسيسو او دباونو په شنډولو کښې يو مهم رول لوبولې شي. په دې کښې شک نشته چې اسلامي جمهوري نظام د خپلواکۍ، عزت ، انصاف غوښتنې او د هر ډول زور، ظم او تيري ګرۍ د نفي په شان اصولو او ارزښتنو په بنياد بڼه نيولې ده. په ډګر کښې ديني او اسلامي آئيډيالوجي او ارزښتونه د ايران د بهرني سياست د اصولو او موازينو نه بيلېدونکې برخه ده او په حقيقت کښې د يو ملت تشخص ګڼل کيږي. له دې امله د ډېپلومېسي سنګر حساسيتونه د دښمن په مقابل کښې د مقاومت له نورو ډګرونو کم نه دي.

څرګنده ده چې د ډېپلومېسۍ د ادارې کاميابي د انقلابي او په انقلابي ارزښتونو د عاملې او ژمنې روحيې د دوام په شان د عناصرو برخورۍ ته ضرورت لري. د ايران په بهرني سياست کښې يو مهم خصوصيت په امريکې بې اعتمادي ده او په دې باره کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېنا هم واضحه او روښانه ده. حضرت آيت الله العظمی خامنه اي له اسلامي جمهوريت سره د امريکې د ژورې دښمنۍ په بيانولو سره واضحه کړه، له امريکې سره په خبرو اترو او تعلقاتو سره د هېواد د مشکلاتو د هواري تصور يوه واضحه خطا ده او زياته يې کړه: امريکه د اسلامي نظام له اصل سره بنيادي او اساسي مشکل لري، سره له دې چې په افريقا، آېشيا او لاتيني امريکه کښې زيات هېوادونه شته چې له امريکې سره تعلقات لري، خو هم هغه شان له زياتو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.

دوي د بهرني سياست په ډګر کښې له مشکلاتو څخه د تېرېدو لپاره په هېواد کښې د نه استعمال شويو يا کم استعمال شويو ظرفيتونو کارول مهم وبلل او زياته يې کړه: له اروپايانو سره دې خبرې اترې ختمې نه کړې  شي خو پکار نه دي چې د اروپائي پېکېج په طمه کښېنوو، بلکه پکار دي په هېواد کښې دننه زيات ضروري کارونه تعقيب کړې شي. بې له شکه په دې ډګر کښې د کاميابۍ شرط هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر  بيان کړ، د مېداني قوت لرل او موثره سيمه ايز شتون دے چې د ايران د قوت او امنيت د عناصرو برخه ده او د هېواد د پالېسۍ نتيجه ګڼل کيږي. دغه شتون په يقيني توګه د ډېپلومېسۍ اډانه کېدې شي. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په تعبير مهمه خبره دا ده چې د اقتدار هر ډول عنصر پکار دي په يو ډول سياسي او اقتصادي کاميابۍ بدل شي.

-----------------

 

ټیګونه