د روحاني د سفارتي خطاب په سیوري کښې له ایران سره د پمپئو دښمني
(last modified Mon, 23 Jul 2018 10:03:04 GMT )
Jul 23, 2018 14:33 Asia/Kabul
  • د روحاني د سفارتي خطاب په سیوري کښې له ایران سره د پمپئو دښمني

د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو یوځل بیا د ایراني ضده دریځنیونې په چوکاټ کښې د ایران اسلامي جمهوریت د لویدیځ بیخي خلاف وباله او ویې ویل: سپينه ماڼۍ له نورو سره په ملګرتیا کښې صفر ته د ایران د تیلو د خرڅون د رسولو سیاست او دباؤ تعقیبوي.

مایک پمپئو د امریکې د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په کتابتون کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګوته په شمیر مخالفانو په ټول کښې په ایران کښې د تیر کال د ځینو ناکراریو د ملاتړ په ترڅ کښې د تهران سیمه ایز سیاست هم په نښه کړ. د امریکې خارجه وزیر مدعي شو چې که ایران خپله کړنلاره بدله نه کړي نو امریکا ورسره خبرواترو ته چمتو ده.

د مایک پمپئو له ایرانه د ویرونې ډرامې کوم نوی شی نه درلود او دا ډول کړچار سپينې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ له ننوتو راهیسې تل اجرا کیږي. د امریکې اوسنی حکومت له ایران سره په دښمنۍ کښې د دغه هیواد له تیرو حکومتونو سره هیڅ فرق نه لري. له ایران سره د امریکې دښمني د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته پیل شوې ده او دا دښمني نن سبا د اسالمي انقلاب په څلویښت کلنۍ کښې د ایران د اقتدار او قدرت ښودنې په وجه خپل اوج ته رسیدلې ده. نن سبا د ملي ګټو په دفاع کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پریکنده او پلان شوې دریځنیونې د دښمنانو نه خوښیږي او په همدې وجه امریکايي چارواکي په هر ټریبیون کښې د ایران دښمنۍ ډرامه اجرا کوي.

په ایران باندې د سیاسي او اقتصادي دباؤ زیاتولو لپاره د ټرمپ د حکومت دړکې په یو وخت دوه (کورني او بهرني) هدفونه تعقیبوي. کورنی هدف یې د غلطو یا مبالغه ایزو معلوماتو په ورکولو سره په ایران کښې د ناکرارۍ رامینځته کولو لپاره پلاننګ دی. بهرنی هدف هم په ناسمو معلوماتو باندې په تکیې سره د ایران خلاف د نړیوالې اجماع جوړونه ده. دا سیاست د ریګان په کتابتون کښې د امریکې د خارجه وزیر په وینا کښې څرګند و چې مدعي شو ایران بیخي د لویدیځ خلاف دی. امریکا په دې برخه کښې هڅه کوي چې له ایران سره د هرډول نړیوالې ملګرتیا لپاره لګښت وټاکي او بلآخره ایټمي موافقه په بشپړه توګه بې خاصیته کړي. که څه هم دا سیاست له برجامه د امریکې له وتنې سره هممهاله تعقیب شو خو له اروپایانو، چین او روسیې سره د هدفمنې ملګرتیا په چوکاټ کښې په دې نړیواله موافقه کښې د ایران د شتون د دوام په وجه ناکامه شو. د ایران همدې منطقي سیاست وښودله چې تهران بیخي د لویدیځ ضد نه دی او د یو څو زور ویونکو رژیمونو پرته، له لویدیځ سره رغنده تعامل او همکاري لري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي پرون د ایران د خارجه وزیر، د خارجه وزارت د چارواکو، سفیرانو او شاذدافیرانو په کتنه کښې وفرمایل: له اروپایانو سره خبرې اترې دې بندې نه شي خو د اروپایانو پیکیج ته معطل کیدل نه دي پکار  بلکې باید په هیواد کښې پریمانه ضروري کارونه تعقیب شي.

ایران د ملي ګټو د تامین او ساتنې لپاره منطقي لارې تعقیبوي او له پریمانه کورنیو وړتیاؤ د برخمنتیا ترڅنګ په سیمه ایزو او نړیوالو تعاملاتو کښې هم فعال او اغیزشیندونکی رول لري. د ایران موثره سیمه ایز شتون سربیره پر دې چې د ملي ګټو تامینونکی دی، د سیمه ایزې صلحې او ثبات په چوکاټ کښې هم دی او په دې مینځومان کښې ایران له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې یو رغنده رول لوبوي. د ایران اسلامي جمهوریت د قدرت د مختلفو ډولونو د لرلو په وجه یو اغیزشیندونکی لوبغاړی دی او د امریکې تورونه او ګواښونه ایران په داسې پړاؤ کښې نه راولي چې امریکايي چارواکي یې په خپل ذهن کښې لري.

د ایران د ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې ورځې وینا د ایران د پریکړې کونې د وړتیا یوه ننداره وه چې په حساسو وختونو کښې به ترې د خپلو ګټو د تامینولو لپاره کار واخلي او دا ښودنه کوي چې ایران د امریکې د ځینو سیمه ایزو انډیوالانو په شان لاس تړلی نه دی.

روحاني له هیواده بهر د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګیو د مشرانو په غونډه کښې څرګنده کړه: نن سبا له امریکې سره خبره کول د تسلیمیدو او د ولس د بریاؤ د ختمولو برته بله معنا نه لري. ښاغلي ټرمپه! مونږ د شرف خاوندان او د تاریخ په اوږدو کښې د سیمې د اوبلارې د امنیت ضامنان یو، د زمري له لکۍ سره لوبې مه کوه ګني پښیمانه به شې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه