ټرمپ وايي له ایران سره خبرواترو ته چمتو دی
(last modified Tue, 31 Jul 2018 03:15:17 GMT )
Jul 31, 2018 07:45 Asia/Kabul
  • ټرمپ وايي له ایران سره خبرواترو ته چمتو دی

د ایران خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غلیمانه څرګندونو او ګواښونو له سختیدو سره هممهاله هغه د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره خبرواترو ته خپل چمتووالی څرګندد کړی دی.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې ډونلډ ټرمپ دا خبره د امریکې په وخت پرون ماسپښین په سپینې ماڼۍ کښې د ایټالیا له وزیراعظم جوزپه کونټې سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وکړه.

د امریکې ولسمشر زیاته کړه: بې له هیڅ وارمخکښې شرطه د ایران له هر یو چارواکي سره ملاقات کولو ته چمتو یم.

هغه د شمالي کوریا له مشر او د روسیې له ولسمشر سره خپلو وروستیو ملاقاتونو ته په اشارې سره وویل چې په دغو لیدوکتو کښې یې د امنیت او اقتصاد په شمول د مهمو مسائلو په هکله سلامشورې کړې دي.

ټرمپ له ایټمي موافقې د واشنګټن د وتنې په ملاتړ سره وویل: په عین حال کښې که د ایران چارواکي ملاقات ته غاړه کښیږدي نو هیڅ ډول شرط نه لرم او هر کله چې یې خوښه وي ورسره ګورم او د مختلفو مسائلو په باب وسره خبرې اترې کوم.

د اختلافاتو د هواري لپاره له ایران سره د خبرواترو په هکله د امریکې د ولسمشر عوام غولونه په داسې حال کښې ده چې هغه د مۍ د میاشتې په اتمه نیټه د ایران خلاف د بې بنیاده تورونو په تکرارولو سره له ایټمي موافقې د امریکې وتل او د ایران خلاف د ایټمي بندیزونو بیالګول اعلان کړل.

 

ټیګونه