د ټرمپ هدف په ایران کښې د رواني جنګ جوړول دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د امریکې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په تیره بیا له ایران سره یې د خبرواترو د وړاندیز موخه د ایراني ولس خلاف رواني او نفسیاتي جنګ او د امریکې د کانګرس په انتخاباتو کښې د ګټه پورته کونې لپاره وباله.
ولسمشر حسن روحاني بیګا د ایران خلکو ته په ژوندي ټیلیویژني خطاب کښې وویل: زمونږ په اند له ایران سره مذاکرې ته د چمتووالي په شمول د ټرمپ د ځینو څرګندونو هدف دا دی چې په دې رواني جنګ کښې د ایران خلک په شک اخته کړي او په راتلونکو میاشتو کښې ترې د کانګریس د انتخاباتو لپاره ګټه پورته کړي.
د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې امریکا له ایټمي موافقې له وتنې وروسته له سختو حالاتو سره مخ شوې، وویل: اوس ټرمپ له ایران سره د خبرواترو د وړاندیز په کولو سره غواړي چې د خپل ضایع شوي اعتبار د جبیره کولو په ترڅ کښې ځان د ایراني ولس ملګری معرفي کړي.
ډاکټر حسن روحاني د ایران په وړاندې د امریکايي مسئولانو متناقضو څرګندونو او اقداماتو ته د ایراني ولس بې پروایۍ او بې پامۍ ته په اشارې سره وویل: د تیرو څلورو لسیزو تجربې د ایران ولس ته ښودلې ده چې امریکایانو د ایران ولس ته د ګوذار ورکولو لپاره له هر فرصته ګټه پورته کړې ده.
د ایران ولسمشر وویل: څوک چې خبرواترو ته د ګروهنې ادعا کوي باید پوه شي چې د خبرواترو وړومبنی بنیاد، صداقت دی خو زمونږ مقابل لوری هغه دی چې بې له مذاکرې د پاریس معاهدې، تجارتي تړون او ایټمي موافقې په شمول له نړیوالو ژمنو وتلی دی، نو په دې وجه له داسې کس سره خبرواترو ته زړه ښه کول یو چټي او عبث کار دی.
د اسلامي ایران ولسمشر همداشان د اقتصاد په شمول مختلفو برخو کښې د ایران خلاف د امریکې د ظالمانه او غیرقانوني بندیزونو د نوي پړاؤ له پیلیدو وروسته د ځینو ستونزو د هواري لپاره د حکومت د پروګرامونو په تشریح کولو سره ډاډ ورکړ چې حکومت د اقتصاد د مدیریت او د ستونزو د هواري لپاره د نورو قواؤ ترڅنګ خپل پوره توان کاروي.