قزاقستان ته د روحاني سفر؛ د کېسپيئن د غاړې هېوادونو په سرمشريزه غونډه کښې ګډون
د کېسپيئن سمندر د غاړې هېوادونو پينځمه سرمشريزه غونډه نن د قزاقستان په آکتائو ښار کښې جوړه شوه.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر حجت الاسلام والمسلمين حسن روحاني نن سحر له تهرانه قزاقستان ته له روانېدو مخکې د ملګرتيا لپاره د کېسپيئن سمندر د غاړې د هېوادونو ظرفيتونو او فرصتونو ته په اشارې سره وويل: د کېسپيئن سمندر د غاړې د هېوادونو سرمشريزه غونډه د دغه سمندر په اړه يوه ډېره مهمه غونډه ده.
د ايران ولسمشر د دې په بيانولو سره چې کېسپيئن سمندر تېل او ګېس لري چې د ترقۍ مخکښ کېدې شي، وويل: د تېلو د راوېستلو او ترې ګټه اوچتولو او همدارنګ د تېلو او ګېسو د سوآپ په زمينه کښې د هېوادونو ترمېنځ ملګرتيا له هغو مواردو څخه دي چې تل د کېسپيئن سمندر د غاړې د هېوادونو ترمېنځ څېړل کيږي.
د سرمشريزې غونډې ترټولو مهم پروګرامونه ګډه بيانيه، څو مهم سندونه او په دغه سمندر کښې د ملګرتيا پاليسي.
د پينځويشتو کلونو له کوششونو وروسته د کېسپيئن سمندر د غاړې پينځو هېوادونو يعنې ايران، روسيې، آذربائيجان جمهوريت، ترکمنستان او قزاقستان مشران د حقوقي رژيم د کنونشن او نورو شپږو موافقه ليکونو او پروټوکولونو د لاسليکولو په حال کښې دي.
د حقوقي رژيم د کنونشن د مسودې يو ټکے په کېسپيئن سمندر کښې د سمندري ځواکونو په باره کښې دے چې د دغې مسودې په دريمه ماده کښې په دغه سمندر کښې د بهرنيو فوځي بېړيو او کيشتيو شتون منعې دے. يو بل ټکے د تېلو او ګېسو د انتقالولو لپاره تر اوبو لاندې د پائپونو د غزولو په باره کښې دے.
د حقوقي رژيم د کنونشن د مسودې د ۱۴ مادې له مخې د کېسپيئن سمندر د غاړې هېوادونه کولې شي د انرژۍ د منتقلولو پائپونه په سمندر کښې استعمال کړي، په دې شرط چې د هغو هېوادونو چې پائپونه يې له برخې تيريږي رضايت حاصل کړي.
د ايران خارجه وزير د اکتائو په پرونۍ غونډه کښې وويل، په دغه کنونشن کښې د اوبو د پاسه او د اوبو لاندې د حدودو ټاکل او همدارنګ د مبداء د کرښو او د هغو د نه ټاکل شويولارو چارو ټاکل راتلونو بيلو موافقه ليکونو ته ځنډول شوي دي. هغه اميد څرګند کړ چې د غاړې هېوادونه به په راتلونکي نزدې وخت کښې دغه چارې نهائي کړي. محمد جواد ظريف په دې باندې په تاکيد سره چې د دغه کنونش لاسليکول په کېسپيئن کښې د ټولو خبرو اترو او اقداماتو خاتمه نه ده وويل، دغه فېصلې په حقيقت کښې د تفاهمونو د اجرا او په اجرا باندې د څارنې او همدارنګ د نويو او ضروري موافقه ليکونو د لاسليکولو په خاطر د خبرو اترو د شروع کولو لپاره د عطف او شروع ټکے ګڼل کيږي.
له ۱۹۹۲ کال نه تر اوسه په مختلفو سطحو کښې غونډې جوړې شوې او د بحث وړ زمينو کښې يې يو لړ پرمختګونه کړي دي. خو هغو اختلافاتو ته په پام سره چې په تېرو لسيزو کښې د سمندر د غاړې د هېوادونو ترمېنځ موجود وو د دغو خبرو اترو چلند سخت او ګران ؤ.
په آذربائيجان جمهوريت کښې د ايران مخکيني سفير افشار سليماني د دغه سمندر په اړه د شوروي په دوره کښې د ۱۹۲۱ او ۱۹۴۰ معاهدو ته په اشارې سره وائي: «له دې سره سره چې شروع راهسې اصل په ډله ايزه موافقه ؤ د غاړې ځينو هېوادونو دوو اړخيزو معاهدو ته په مخه کولو سره يو لړ موافقې اعلان کړې.
د مثال په توګه روسيې په ۱۹۹۸ کال کښې له قزاقستان سره په هغه برخه کښې چې ادعا يې کوله د اوبو لاندې سرچينو د ټاکلو په اړه يوه معاهده لاسليک کړه. آذربائيجان جمهوريت او قزاقستان هم د ټاکل شوې مېنځنۍ کرښې په اړه يو سند لاسليک کړ.»
ايران او د کېسپيئن د غاړې نور هېوادونه په دغه سمندر کښې ګډ فرصتونه او ګټې لري او له دغو فرصتونو څخه پکار دي غوره استفاده وکړي. ساحلي هېوادونه پکار دي زر تر زره د حقوقي رژيم په اړه د ټولو ساحلي هېوادونو د توافق او اجماع وړ نتيجه ترلاس کړي. له دې نظره د قزاقستان غونډه په دې لړ کښې د يو مهم حرکت د شروع کېدو زېرے ورکونکې ده.