په قم کښې د کشمیر له خلکو د ملاتړ غونډه وشوه
د ایران د قم ښار طلّابو پرون (په اور کښې یو جنت) په عنوان سره د یوې غونډې په ترسره کولو سره د کشمیر د شهیدانو یاد ولمانځه او د دغې سیمې د خلکو له خوځښته د ملاتړ لپاره یې د موثر اقدام غوښتنه وکړه.
(یو جنت په اور کښې) نومې غونډه کښې چې پرون د قم د سپيڅلي او مذهبي ښار د استوګنو ایراني او غیرایراني طالب علمانو لخوا ترسره شوه، د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د عمومي منشي آیت ا... اختري په شمول ویناوالو د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر د خلکو مظلومت او خوځښت بیان کړ.
د هندي پوځیانو لخوا د کشمیر د خلکو د بې رحمانه وژلې او د هغوي د حقوقو د پایمالیدو غندنه د دغې غونډې نور مهم اهداف وو.
په دغه غونډه کښې د قم د عملیه حوزې ځینو استاذانو او په قم کښې موجودو ځینو طلابو هم ویناوې وکړې او د خلکو د لازیاتې خبرتیا لپاره د هندي پوځیانو په لاس د کشمیریانو د ځپنې د انځورونو یو نندارتون هم ترسره شو.
دا په داسې حال کښې دي چې نړیوال ارګانونه په تیره بیا ملګري ملتونه د هند لخوا د کشمیر د خلکو د ځپنې د مخنیوي لپاره هیڅ اغیزمن اقدام نه کوي.