Nov 07, 2018 04:39 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د ايران سفير: تهران د اسلامي امت د يووالي هرکلے کوي

په پاکستان کښې د ايران سفير وويل: ايران په سيمه کښې د صلحې او ارامښت د ټينګولو په لړ کښې د اسلامي هېوادونو لخوا د هر ډول اقدام او نوښت هرکلے کوي.

په پاکستان کښې د ايران سفير مهدي هنردوست د پاکستان له اے پي پي سرکاري خبري اژانس سره په مرکه کښې د يمن د جنګ د ختمولو لپاره د پاکستان د مېنځګړتيا ته اشاره وکړه او سيمې ته د صلحې او امنيت د ستنېدو لپاهر د پاکستان دلچسپي او کوشش يې يو مثبت ګام وبلۀ.

هنردوست همدارنګ د ايران په ميرجاوه پوله کښې د تښتول شويو ايراني پوله ساتونکو په اړه دغه ترهه ګريز اقدام د ايران او پاکستان ترمېنځ د پوله ايزو روابطو او تعلقاتو د ګډوډولو په هدف سره وبلۀ او وې ويل دغو تحرکاتو د پوله ايز امنيت د اجرا لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو پاملرنه له مخکې نه زياته ضروري کړې ده.

 

ټیګونه